1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکي له ملخو سره په مبارزه کې

۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۳, دوشنبه

افغان چارواکو له ملخو سره د یوی بی ساری مبارزی د کچی د معلوملو کار پیل کړی دی، دغی مبارزی کی سیمه ایز چار واکو په ځینو سیمو کی د ملخو د وژلو په بدل کی د غنمو د ورکړی یو پروګرام لاس لاندی نیولی دی.

https://p.dw.com/p/DyLS
انځور: AP

د کرهنی د وزارت یو ویاند، عبدالغفار احمدی د سیممه ایزو چاروواکو د معلوماتو له مخی وویل، په تیرو اونیو کی د بادغیس په ولایت کی ۳۰۰ تنه ملخ د خلکو له خوا له مینځه وړل شوی دی.

احمدی وویل، په داسی حال کی چی په نړی کی د خوراکی توکو بیعی په بی ساره توګه وار په وار لوړیږی، او افغانستان هم تری اغیزمن شوی دی، په هرات او بادغیس کی سیمه ایزو چارواکو پریکړی کړی چی د یو کیلو وژل شوو ملخو په بدل کی ۷ کیلو غنم ورکړی.

په تیرو دوو میاتشو کی په افغانستان انفلاسیون ۲۲ برابره زیات شو دی چی د خوراکی مواو بیعی په سلو کی ۳۰ زیاتی شوی. حال دا چی تیر کال دا انفلاسیون په سلو کی ۷ ؤ. د نړیوال خوراکی موادو د پروګرام د آسیایی ځانګی آمر، انتونی بان بری تیره اونی وویل:

« څلور ملیونه افغان د بی وزلی په سختو شرایطکو کی ژوند کوی او د خپل عاید په سلو کی ۷۰ وچی ډودی لګوی، او اوس د خوراکی توکو د بیعو د لوړیو سره خلک توان نه لری چی ځتی په اصطلاح خپل قوت لایموت برابر کړی.

احمدی له بادغیس څخه د رویتر خبری آژانس ته وویل: « د ملخو د له مینځه وړلو دغه پروګرام په افغانستان کی بی ساری دی. په کاروندو باندی د دغی حشری هجوم په بادغیس کی ډیری ورانی پیښی کړی دی. هلته وچکالی هم ده. »

ما له سیه ایزو چارواکو څخه واوریدل چی هغوی دری سوه تنه ملخ له مینځه وړی دی.»
احمدی په دی هکله خبری ونه کړی چی ملخو څومره ځمکی شا ړی کړی دی، خو وویل چی د ترکمنستان له هیواد سره د بولی په اږدو کی په پرتو ځمکی کی د ملخو د له مینځه وړلو منظمه مبارزه روانه. هغه وویل چی پر ځمکو باندی د ملخو هجوم یوه سیمه ستونزه ده او باید په ګده له هغه سره مبارزه وشی. د مضره حشرانو ستونزی او بیا له ټولو څخه زیات وچکالی افغانستان د فقر او بی وزلی له یوی نوی ننګونی سره مخامخ کړی دی.

د ملګرو ملتو د خوراکی موادو نړیوال پروګرام دبیلو اف پیی وویل، بیعی دومره لوړی دی چی هغوی نه شی کولای چی دومره موادو راونیسی چی په افغانستان کی ورته ضرورت دی، نوموړی اداره باید په افغانستان ۶ ملیونو بی وزلو خلکو ته خوراکی مواد برابر کړی.