1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکي: په کنړ کي 9 ماشومان وژل شوي دي

۱۳۸۹ اسفند ۱۱, چهارشنبه

ناتو وويل چي اوس د افغان چارواکي د هغو رپوټونو په هکله پلټنه يي پيل کړي چي ښايي د هغه ځواکونو په کنړ کي د ماشومانو په شمول ولسي وګړي وژلي وي. ويل شوي دي چي ماشومان د سون لرګيو په ټولو بوخت ؤ

https://p.dw.com/p/R5U5
په افغانستان کی ماشومان د خپلو کورنیو د سون توکو د اړتیاو لپاره خس او وچوکی ټولوی
په افغانستان کی ماشومان د خپلو کورنیو د سون توکو د اړتیاو لپاره خس او وچوکی ټولویانځور: ap

د ناتو تر مشري لاندي ځواک وويل چي اوس د خپلو حملو د نتايجو يو پلټنه کوی چي د کنړ ولايت د درهء پيچ په ولسوالي کي د ياغيانو پر ضد په عملياتو لاس پوري کړ. درهء پيچ د پاکستان پولي ته نژدي پرته ده.

آيساف وويل چي په نوموړي ولسوالي کي په لومړي سر کي د هغوي په يو پوستي باندي توغندي بريد وشو او بيا د سپکو وسلو ډزي وشوي. د ناتو ځواکونو دغو حملو ته ځواب ورکړ، خو وروسته افغان چارواکو ادعا وکړه چي هلته ولسي وګړي وژل شوي دي.

په کابل کي د آيساف وياند ډګروال چارلز ټاپليکر په يوي وينا پاڼي کي وويل: « مونږ د ولسي وګړو مرګ ژوبلي جدي نيسي. مونږ دلته راغلي يو چي د افغانستان خلک وساتو.»

له دي مخکي د کنړ ولايت د امنيی قوماندان خليل الله ضيايي وويل چي 9 ماشومان چي عمر يي له 14 ټيت دي، د دره پيچ د مانو ګي په ښار ګوټي کي وروسته له هغي ووژل شول چي د ايتلاف هوايي ځواکونو د ياغيانو د حملو په ځواب کي په بمپاريو لاس پوري کړ.

ضايي د رويتر خبري آژانس ته وويل: «ماشومان د خسو او وچوکو په ټولو بوخت ؤ»

د کنړ د ولايتي رييس ميا حسن عادل هم د 9 ماشومانو د وژل کيدو خبره تأييد کړه. په سيمه کي يو ډاکتر وويل چي هغه هم په روغتون کي د يو ماشوم چي ټپي شوي ؤ درملنه کړي ده.

له دي مخکي د آيساف يو وياند ويلي ؤ چي 9 ياغيان د هغه د ځواکونو د حملو په نتيجه کي وژل شوي دي.

د فبروري په شلمه د کنړ والي فضل الله واحدي وويل چي د افغان او د نړيوال امينتي مرستندوي ځواک آيساف په ګډو عملياتو کي 64 ولسي وګړي وژل شوي دي چي په هغو کي 29 ماشومان شامل دي.

د افغانستان د حکومت له خوا يو پلټونکی پلاوي هم په دي هکله پلټنه وکړه او د يکشنبي په ورځ يي وويل چي د هغوي د تحقيقاتو له مخي د فبروري د شلمي نيټي څخه مخکي په کنړ کي د پوځي عملياتو په نتيجه کي 64 تنه ولسي وګړي ووژل شول.

ناتو هم د نوموړی پیښی په هکله پلټنه پیل کړی، خو تر اوسه پوری خپل نتایج اعلان کړی نه دی.

آژانسونه/عبدالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر