1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کريکټ لوبډلي د اسيا د شل اوريزو سياليو اتلولي خپله کړه

۱۳۹۰ آذر ۲۰, یکشنبه

د افغانستان د کريکټ لوبډله د شل اوريزو سياليو په پايلوبه کي په دې وتوانيدله چي خپل سيال هانګ کانګ ته ماته ورکړي او دغه اتلولي خپله کړي.

https://p.dw.com/p/13QiY
افغان کريکټ ملي لوبډله
افغان کريکټ ملي لوبډلهانځور: AP

افغانستان د پچي تر ګټلو وروسته په خپله د منډو جوړولو فيصله وکړه، په لومړي سر کي افغان لوبډلي دومره ښه لوبه و نه کړه او په ۱۶ اوور کي ئې د ۵ لوبغاړو په سوځيدو يوازي ۷۹ منډي جوړي کړي وې.

خو د لوبي تر پايه لوبډلي د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۱۲۵ منډي جوړي کړې. په لومړي سر کي داسي انديښني موجودي وې چي ګويا د هانګ کانگ لوبډله به دغه هدف په آسانۍ ترلاسه کړي، ځکه چي دغه لوبډله هم په تيرو لوبو کي ښه ځلېدلې وه.

خو کله چي افغان توپ اچوونکو ته وار ورسېد، نو د هانګ کانګ لوبډله ئې تر سخت فشار لاندي راوستله.

د افغان لوبډلي تيز توپ اچوونکی حميد حسن په دې وتوانيدئ، چي په يوازي سر درې لوبغاړي وسوځوي. د نن ورځي غوره لوبغاړی هم حميد حسن شو.

د يادولو وړ ده چي تردېدمخه افغان کريکټ لوبډلي د عمان، مالديپ، ماليزيا او د بوټان لوبډلي د ماتي سره مخامخ کړي وې.

په پاي کي د هانګ کانگ ټوله لوبډله په شلم اوور کي وسوځېده او ۱۱۷منډي يې جوړي کړې. په دې سره نو افغان ملي لوبډله د آسيا د کريکټ شورا د شل اوريزو سياليو اتله شوه.

د بل پلوه نن د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله هم له هندوستان سره پايلوبي ته وتلې او پر لومړي مقام به لوبه کوي. دا د افغانستان په تيرو څو لسيزو کي لومړی وار دئ، چي د فوټبال لوبډله تر پای لوبي رسيږي.

تر دې د مخه د افغانستان د کريکټ او فوټبال ملي لوبډلي د نيپال د کريکټ او فوټبال لوبډلو سره نيمه پايلوبو ته رسېدلي وې او په دواړو نيمه پايلوبو کي بريا د افغانستان په برخه شوې.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل