1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کرکيټ لوبډله له استراليا سره لوبه کوي

۱۳۹۱ تیر ۱۲, دوشنبه

افغان کرکیټ لوبډله په راتلونکې میاشت کي د لومړي ځل له پاره له استرالیا سره یوه ورځنۍ لوبه کوي. دا خبر د استرالیا د کرکیت ادارې د دوشنبې په ورځ ورکړی دئ. تر دې وروسته به افغانستان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کي ولوبیږي.

https://p.dw.com/p/15PAW
انځور: Afghan Cricket Board

له افغانستان سره تر لوبیدو وروسته به استرالیا له پاکستان سره لوبي وکړي. ویل شوي دي، چي استرالیا له افغانستان سره، ځکه لوبيږي، چي د پاکستان سره لوبه کولو ته تياری ونيسي.

تر دې لوبو وروسته به د سپتمبر په میاشت کي د کرکیټ نړیوالي شل اوریزه لوبي پیل شي، چي درې سره هيوادونه، افغانستان، پاکستان او استرالیا پکښي گډون کوي.

د کرکیټ نړیوالې شل اوریزي لوبي به د روان کال په سپتمبر او اکتوبر میاشتو کي په سریلانکا کي پيل شي. د استرالیا د کرکیټ د ادارې مشر جمز سوترلند، ویلي دي، چي استرالیا تل غوښتل چي له افغانستان سره یوه، یوه ورځنۍ لوبه وکړي.

لا تر اوسه پوري د افغانستان او استرالیا د لوبډلو تر منځ د لوبي بشپړ جزئیات نه دي معلوم. خو جیمز سوترلند ویلي دي: «که څه هم دغه هیواد له ډیرو ستونزو سره مخامخ دﺉ، خو بیا هم په افغانستان کي د کرکیټ پر مختگ ټوله نړۍ حیرانه کړې ده.»

د استرالیا د کرکیټ د ادارې مشر ویلي دي، چي هیواد ئې غواړي چي د کرکیټ لوبه په نړۍ کي لا ډیر پرمختگ وکړي. د هغه په خبره د افغانستان او استرالیا تر منځ اړیکو ته په کتو سره، د دې هیواد د کرکیټ لوبډلي وغوښتل چي له افغانستان سره یوه، یوه ورځنۍ لوبه وکړي.

استرالیا همداراز ویلي دي، چي دغه هیواد به د روان کال د اگست په میاشت کي د ځوانانو د کرکیټ «له نولس کلونو کښته» په نړیوال جام کي د افغان لوبډلي ښې لوبي ته لار څاري. دغه لوبي به په استرالیا کي وشي.

د استرالیا د کرکیټ د ادارې د مشر جمز سوترلند، په خبره د افغانستان او استرالیا تر منځ د یوې ورځنۍ لوبي پریکړه د کرکیټ د نړیوالي ادارې په وروستۍ غونډه کي شوې وه.

افغانستان تر دې مخکي له پاکستان سره هم یوه، یوه ورځنۍ لوبه کړې ده. افغانستان په ۲۰۰۱ کال کي د کرکیټ د نړیوالي ادارې غړی شو. افغان لوبډلي په تیرو لسو کلونو کي ډیري برياوي در لودې.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل