1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان زرغون ګوند د افغانانو پر ډليز اخراج اعتراض وکړ

۱۳۹۶ تیر ۱۱, یکشنبه

يوې آلمانۍ رسنۍ رپوټ ورکړی چې آلمان د دوبلين قانون پر اساس، افغان مهاجر د اروپايي اتحاديې نورو غړو هيوادونو استوي چې بيا له هغه ځایه خپل جګړه ځپلي هيواد ته اخراجيږي. د آلمان زرغون ګوند پر دغه وضعيت اعتراض کړې دی.

https://p.dw.com/p/2fmcB
Österreich Abschiebung von Asylsuchenden
انځور: picture-alliance/dpa/C. Bruna

آلمان، د دوبلين قانون پر اساس د ۲۰۱۷ کال له پيله تر اوسه ۱۸۲ تنه افغان مهاجر د اروپايي اتحاديې نورو غړو هيوادونو ته استولي دي. دغه مطلب آلماني مجلې «تګس شپيګل» د شنبې په ورځ خپور کړی دی او زياته کړې ده چې دغه خبره د آلمان د کورنيو چارو وزارت د زرغون ګوند د يوه پوښتنليک په ځواب کې کړې ده.

ناروې هم د هغو هيوادونو په لست کې راځي چې په ورستيو کې د دوبلين په قانون کې ورګډ شوی دی. د آلمان د مهاجرو څخه د ملاتړ ادارې (پرو ازول) مشر، ګونتر بوکهارد، په دې برخه کې د افغان مهاجرو له «ډليز اخراج» څخه يادونه کړې او د دغه بهير د درولو غوښتونکی شو.

زرغون ګوند هم «تګس شپیګل» مجلې ته ويلي دي چې آلمان لږ ترلږه نبايد هيڅ افغان مهاجره کورنۍ د اروپايي اتحاديې نورو غړو هيوادونو واستوي. د دغه ګوند د مهاجرو د چارو سياسي وياندې لوئيسه امتسبرګ دغې ورځپاڼې ته وویل: « افغانستان امن ندی، ځکه خو دغه هيواد ته اخراج په ټوليزه توګه ممنوع دی».

د افغانانو پر اخراج انديښنه

امتسبرګ دغه راز زیاته کړه چې د افغان مهاجرو اخراج دې نورو هغو هيوادونو ته هم نباید ترسره شي چې افغانستان ته ډليز اخراجونه کوي. هغې په ځانګړې ډول په دې مسئله انديښنه ښکاره کړه چې د اروپايي اتحاديې يو شمير غړي هيوادونو لکه: سويډن، فنلند او اتريش په دې وروستيو کې کابل ته حتی د افغان کورنيو او ماشومانو اخراج پیل کړی دی. د زرغون ګوند وياندې زیاته کړه: « دا کار باید د دوبلین قانون له مخې د افغان مهاجرو د بيرته ستنيدو د پريکړو له مخې په نظر کې ونيول شي». امتسبرګ وویل چې آلمان باید د هغو افغان کورنيو د پناه غوښتنې مراحل خپله مخته يوسي کوم چې ماشومان لري.

د ګوتو ستونزه

د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو تر منځ د دوبلين قانون له مخې، هر هغه هيواد ته چې مهاجر يې خاورې ته په لمړي ځل داخليږي، مسئوليت لري چې د يادو مهاجرو د پناه غوښتنې ته رسيدګي وکړي. اکثرو افغان مهاجرو د مهاجرت په بهير کې د اروپايي اتحاديې يو يا څو غړو هيوادونو کې خپلې ګوتې ورکړي دي. له دغو مهاجرو څخه ډيری يې وايي چې د ګوتو نښو اخيستلو پر وخت نپوهيدل چې دا به د پناه غوښتنې په مقصد وي.

حاضر دمه هيڅ رد شوی افغان مهاجر، د افغانستان د بد امنيتي وضعيت پر اساس افغانستان ته نه اخراجيږي. له هغه وخته چې آلمان د افغان مهاجرو ډليز اخراجونه پیل کړي، له سلو څخه زيات مجرد افغان مهاجر افغانستان ته اخراج شوي دي. د آلمان فدرالي حکومت وايي چې ډيری دغه مهاجر د جرم مرتکب ګرځيدلي ول.

په کابل کې د تيرې مياشتې تروريستي بريد وروسته چې د آلمان سفارت هم په کې زيانمن او له کاره ولويد، آلمان افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج دوه ډليز پروازونه لغو کړل. دې سره جوخت آلمان کې د منل شويو افغان مهاجرو د کورنيو د الحاق  بهير هم ځنډول شوی دی.

Rsh/Hm (KNA, AFP)