1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان مهاجرو د سولي په هيله خپل هيواد ته د ستنيدو تکل کړی

۱۳۹۹ مرداد ۲۱, سه‌شنبه

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د بيرته ستنېدو له پاره ملګرو ملتونو خپل دفترونو فعال کړي دي. ځیني افغان کډوال د سولي په هیلې بیرته خپل هیواد ته د ستنیدو نېت لري.

https://p.dw.com/p/3gmKU
Pakistan Afghanistan Flüchtlinge kehren zurück
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

له پاکستان څخه د افغان کډوالو په داوطلبه توګه خپل هیواد ته د ستنیدو له پاره د ملګرو ملتونو دوه دفترونه پرانیستل شوي دي. دغه دواړه مرکزونه به د دوشنبې او سه شنبې په ورځو پرانیستي وي او په دې ترڅ کې به راجستر شوي افغان مهاجر د بیرته ستنیدو له پاره خپل غوښتنلیک وړاندې کولی شي. په خپله خوښه د افغان مهاجرو د ستنیدو لړۍ د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د کرونا وبا له کبله بنده شوې وه. دغو مرکزونو ته تلونکو افغان مهاجرو ته سپارښتنه شوې ده چې معیاري عملیاتي پروسیجر مراعات کړي.

مهاجرو ته دا سپارښتنه هم شوې ده چې د کرونا ویروس له کبله اغیزمن شوي کسان دغو مرکزونو ته ور نه شي. پر دې سربیره هلته د کرونا ټېسټ هم کیږي. همداشان کډوالو ته لارښوونه شوې چې دغو مرکزونو ته تلونکي کسان ماسک واغوندي، د لاسونو د پریمنځلو ترڅنګ د عفونیت ضد موادو څخه استفاده او ټولنیز واټن مراعات کړي. پخپله خوښه د بیرته ستنیدونکو له پاره د خیبر پښتونخوا د نوښار په اضاخیل او همداشان د بلوچستان په بلبلي سیمه کې موجودو مرکزونو د ثبت پروسه پېل کړې ده.

Pakistan Afghanistan Flüchtlinge kehren zurück
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ ویاند قیصر آفریدي د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «په ابتدایي ډول د معیاري عملیاتي پروسیجر په پام کې نیولو سره دوه مرکزونه پرانیستل شوي دي. کوم کسان چې پخپله خوښه ستنیدل غواړي هغوی د دوشنبې او سه شنبې په ورځو دغو مرکزونو ته د راجستر کیدو له پاره راتلی شي. په دغو مرکزونو کې یوازې راجستر شوو افغانانو ته د ورتګ اجازه شته.» د قیصر آفریدي په خبره ستنیدونکو افغانانو ته فورمې ورکول کیږي او د لومړنیو ضرورتونو له پاره د یوه کس پر سر دوه نیم سوه ډالر هم ورکول کیږي، چې دغه پیسې په افغانستان کې د یو ان اچ سي آر، د اړونده دفترونو له خوا ورکول کیږي چې په ننګرهار، کابل او کندهار کې موقعیت لري.

په پاکستان کې د کرونا له کبله د اغیزمنو شوو کسانو په شمیر کې د کمښت او په افغانستان کې د سولې په بهیر کې د پرمختګ له کبله هم زیاتره افغانان بیرته خپل هیواد ته د ستیندو هوډ لري. په پاکستان او په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې مېشت زیاتره افغانان له کاروبار سره تړلي او یا هم په ورځني مزد کار کوي. د کرونا وبا چې له یوه اړخه یې پنځه میاشتې کاروبارونو ته سخت زيان واړاوه نو له بل لوري ته هغه کسان هم سخت اغیزمن شوي چې په ورځني مزد یې کار کاوه.

په پيښور کې مېشت افغان مجیدالله چې د ټوکرانو کاروبار کوي د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې د لویې جرګې له خوا د طالبانو د پاتې بندیانو د آزادیدو تر سپارښتنې وروسته افغان مهاجر په خپل هیواد کې امنیت ټینګیدو ته هیله من دي.

فرید الله خان، پيښور

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب