1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کډوال په فرانسه کې کومي ستونزي لري؟

مسعود جهش۱۳۹۴ مرداد ۱۷, شنبه

مخکې تر دې چې یونس د طالبانو له ویرې افغانستان پریږدي، هغه متحده عربي اماراتو او چین ته ګلان صاردول. خو اوس هغه په فرانسې پناه غوښتې او تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/1GC1u
انځور: DW/H. Tiruneh
دغه ۳۰ کلن افغان له ایران، ترکیې او ډیرو اروپايي هیوادونو څخه تیر شوی ترڅو ځان فرانسې ته ورسوي. هغه خپل سفر یوه میاشت مخکې پیل کړ. فرانسې ته د هغه د رسیدو سفر اسانه نه وو، او اوس یې هم پر پښو د اوږد سفر کولو له کبله يوه پښه پړسیدلې ده. يونس د ساین سیند پر غاړه تر څو اوونیو اوسیدو وروسته اوس د پاریس په یوه پخواني ښوونځي کې اوسیږي. دغه ښوونځی له څلورو کلونو راهیسې خالي کړای شوی او اوس پکښې شاوخوا ۲۰۰ کډوال اوسیږي. دا چي د هغه د پناه غوښتني دوسيه لا ادامه لري، نو هغه خپل تخلص نه ښيي.

د پاریس د ښاروال مرستیال برونو جولیارد، د دغه هیواد له یوې راډیو سره په مرکه کې ویلي دي چې حکومت اوس هغه خیریه سازمانونو ته څه نه وايي چې خالي دولتي ودانۍ د کډوالو له پاره په سرپناه بدلوي. هغه وویل چې د دولت له خوا د عاجلو سرپناهو په توګه ۱۰۰۰ ټاکل شوې سیمې د هغو کډوالو له پاره کفایت نه کوي چې اوس ورته په کمپونو کې ځای نه شته.

کډوال په ښوونځي کي

په دغه ښوونځي کې کډوال په سفري بسترو کې اوسیږي او هغه ډوډی خوري چې له مرسته شویو خوراکي توکو څخه تیار شوې وي. دا ډیر سخت شرایط دي، خو کډوال، مرسته کوونکي او دولت ټول پر دې سره توافق لري چې دغه وضعیت پر سړک باندې له اوسیدو ډیر ښه دی.

یونس اوس فرانسوي ژبه زده کوي. دا کار د هغه له پاره سخت دی. خو دی وایي چې اصلي ستونزه یې بل څه دي: «زه کار او د اوسیدو له پاره ځای نه لرم. زه څه نه شم ویلي او تمرکز نه شم کولی.»

یونس وایي چې خپل هیواد یې د مجبوریت له کبله پریښی دی او نه د دې له پاره چې مرستې ترلاسه کړي: «زه غریب نه یم. پر ما مې هیواد ګران دی. هلته مې له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه. که زه اړ شوی نه وای نو هیڅ کله به مې هم افغانستان نه وای پریښی.»
فرانسه د پناه غوښتونکو له پاره څه نا څه ۲۵۰۰۰ د خوب ځایونه لري. خو یوازې تیر کال په دې هیواد کې ۷۰۰۰۰ کسانو پناه غوښتې ده.

«عملي لاره»

جولیارد وایي چې په خالي دولتي ودانیو کې د کډوالو ځای پر ځای کول یوه «عملي لار ده» ترڅو هغه کډوال چې د جګړو له سیمو څخه راځي بیرته دغو هیوادونو ته وا نه استول شي ځکه دا د نړیوالو بشري قوانینو خلاف کار دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د جون په میاشت کې ویلي وو چې هیواد به یې د روان کال تر پایه پورې د کډوالو د اوسیدو له پاره ۱۱۰۰۰ ځایونه جوړ کړي.

د پاریس په سویل کې یوه پخواني هوټل هم شاوخوا ۲۰۰ کډوالو ته ځای ورکړ. اوس مهال په فرانسې کې په لسهاو خیریه سازمانونه له کډوالو سره د مرستې په برخه کې کار کوي.

کمیلي اریګنون کډوالو ته فرانسوي ژبه زده کوي. یونس هم د هغې په درسونو کې ګډون کوي. اریګنون په خپل هیواد کې د کډوالو له پاره د لا ډیرو امکاناتو برابریدو غوښتنه کوي او وایي: «زه غواړم له هغوی څخه دفاع وکړم. د سیاست له پاره نه، بلکې د دې له پاره چې هغوی انسانان دي او د اوسیدو ځای لرلو حق لري.»