1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا فدرالي پولیس د لادرکه افغان ماشومې لټون کوي

۱۴۰۰ دی ۱۵, چهارشنبه

د متحده ایالاتو پولیسو ویلي چې د امریکا د فدرالي پولیسو یوه ډله د هغې لادرکه افغان ماشومې د موندلو په عملیاتو کې برخه اخلي چې دوه اونۍ مخکې لادرکه شوې وه. دغه نجلۍ په ۲۰۱۹م کال کې له خپلې کورنۍ سره امریکا ته تللې وه.

https://p.dw.com/p/459kW
USA FBI-Mitarbeiter am Tatort in Sutherland Springs
انځور: picture-alliance /ZUMA/SanAntonio Express-News

د امریکا متحده ایالاتو پولیسو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د جنوري میاشتې پر ۴مه) وویل چې د لادرکه افغان ماشومې د موندلو له پاره د دې هیواد فدرالي پولیسو یا اف بي آی هم یوه ډله ټاکلې ده. د لینا سردار خیل په نامه دغه افغان ماشومه نیږدې دوه اوونۍ مخکې یعنې د تیر میلادي کال د دسمبر میاشتې په ۲۰مه نيټه ماسپښین مهال د امریکا په سان انتونیو ښار کې لادرکه شوې وه.

د معلوماتو له مخې د دوشنبې په شپه ناوخته د امریکا له واشنګټن څخه د اف بي آی یوې ۱۲ کسیزې ډلې چې تر اوبو لاندې د موندلو د عملیاتو وړتیاوې هم لري، د یادې لادرکه نجلۍ کور ته څیرمه د سې شنبې په ورځ د هغې د موندلو عملیات پیل کړي دي. د سیمې د پولیسو مشر ویلیم مک مانس ویلي چې د امریکا فدرالي پولیس به خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړي او دا چې د یادې افغان نجلۍ د موندلو په موخه په لا ډیرو جزئیاتو پسې ګرځي.

د سیمې پولیسو ویلي چې د لینا سردار خیل په نامه دغه افغان ماشومه په وروستي ځل په سرو جامو، تور جاکټ او له تورو بوټانو سره لیدل شوې وه. د یادې ماشومې کورنۍ پولیسو ته ویلي چې لور یې تر لادرکه کیدو مخکې د دوی کور ته څیرمه د لوبو په یوه میدان کې وه او دا چې مور یې د لنډې مودې له پاره کومې خوا ته تللې وه، په دې ترڅ کې یاده ماشومه لادرکه شوې ده.

د لینا پلار ریاض سردار خیل ځايي رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې دوی په ۲۰۱۹م کال کې له افغانستان څخه امریکا متحده ایالاتو ته د ګواښونو له کبله مهاجر شوي وو او له هغې مودې راهیسې دوی په امریکا متحده ایالاتو کې میشت دي.