1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اقتصادي اندېښنې به د توکيو په کنفرانس کي له منځه ولاړي سي

۱۳۹۰ بهمن ۲۳, یکشنبه

افغان چارواکي وايي چي هغه اندېښنې چي د ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۵ کاله پوري د هيواد د اقتصاد په برخه کي موجودي دي د توکيو په کنفرانس کي به د نړيوالو له خوا له منځه ولاړي سي.

https://p.dw.com/p/142EC
انځور: picture alliance/empics

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زي د يکشنبې په ورځ(فيبرورۍ ۱۲) په کابل کي په يوه خبره غونډه کي وويل چي ټولو هغو هيوادونو او سازمانونو چي د بن په دوهم نړیوال کنفرانس کي ئې گډون کړی وو د توکیو په کنفرانس کي به هم گډون ولري:

«موږ د توکيو له کنفرانس څخه چي په پلان کي ده د روان کال د جولای په مياشت کي به د جاپان په کوربه توب جوړ سي ډيري هيلي لرو.»

دا په داسي حال کي ده چي له اوسه يو شمېر نړيوالو سازمانونو تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان سره د نړيوالو مرستو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

افغان چارواکو ويلي دي چي که تر ۲۰۱۴ کال وروسته نړيواله ټوله مرستي ورسره ونه کړي د بيا رغاوني د پروژو د پر مخ وړلو توان نه لري.

خو د بهرنيو چارو وزارت وايي چي نړيوالي ټولني د بن په دوهم کنفرانس کښي وعده وکړه چي له افغانانو سره به خپلو مرستو ته تر ۲۰۲۵ کاله پوري ادامه ورکړي.

د ښاغلي موسي زي په خبره هغه هيوادونو چي د بن په دوهم نړيوال کنفرانس کي ئې له افغانستان سره پر خپلو مرستو ټنگار وکړئ د توکيو په کنفرانس کي به ئې په ارقامو تبديل کړي.

«هغوی يعني نړيوالي ټولني ژمنه وکړه چي د لسو نورو کلونو له پاره د افغانستان د امنيتي ځواک او بيا رغاوني په برخه کي د دغه هيواد د بودجې کسر را کم کړي او مرسته به ور سره وکړي.»

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چي د توکيو په کنفرانس کي به يو له مهمو بحثونو څخه له افغانستان سره د مرستو موثريت وي.

موسی زی وايي چي په دغه کنفرانس کي ډير بحث پردې باندي وسي چي څنگه کولای سي مرسته سوي پيسې د افغانستان د بودجې له لاري په مصرف ورسيږي.

هغه وايي چي د افغانستان د ماليې وزارت او نړيوال بانک څېړنو ښوولې ده چي د افغانستان د بودجې له لاري د نړيوالو مرستو مصرفول تر هغه موسساتو چي اوس ئې يوه برخه مصرفوي ډير گټور دئ.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل