1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

البانيا ـ د اديانو تر منځ د زغم ګډ ژوند

۱۳۹۶ خرداد ۱۳, شنبه

په البانيا کي د بين المذهبي همکارۍ د اولني مرکز مشر، اربېن رامکاج، وايي چې په البانيا کې د بېلابېلو اديانو د سوله يز ګډ ژوند لاملونه د دغه هېواد په تاريخ کې نغښتي دي.

https://p.dw.com/p/2e4sG
Religion in Albanien
انځور: DW/Lindita Arapi

کله چې ګېزيم کراج، چې د البانيا په اېلباسان ښار کې د پاچايي مسجد امام دی، خپل کور ته د سفر په لور پادري، نيکوالا، يعنې د مارين کليسا ارتودوکس کشيش وويني، نو خپل موټر دروي، د هغه لاس نيسي څو کور ته يې بدرګه کړي او بيا خپل سفر ته دوام ورکوي.

کراج وايي چې «دا يو عادي شی دی، موږ په ډېرې علاقې يو د بل سره خبرې کوو. د خدای په هکله مو فکر او عقيده سره فرق لري. خو دا د دې مخه نه نيسي چې د انسانانو په توګه ښه روابط سره ولرو.

هغه ارتودوکسه کليسا چېرته چې پادري نيکولا خپل عبادتونه کوي او هغه مسجد چېرته چې امام کراج وعظ کوي، د اېلباسان په زاړه ښار کې سره جوخت پراته دي. د ارتودوکس کليسا له حويلۍ څخه د بيزانس يا شرقي روم د وخت کاتوليکي کليسا هم ليدل کيږي.

«غير عادي خبره نه ده»

ايلير هوخولي چې د اديانو کارپوه او د ديني چارو د دولتي ادارې پخوانی مشر هم پاته شوی دی، وايي چې «په اېلباسان کې څه غير عادي خبره نه ده چې يو پادري او امام دې په داسې حال کې وليدل شي چې څنګه د اېلباسان د لرغوني قصر په يوه کافې کې سره ناست وي او خپل موکا کافې وڅښي.» هوخولي د اديانو دغه ګډ ژوند تر ټولو ښه هغه کار بولي چې البانيا يې نړۍ ته ورښودلی شي.پادري نيکولا د ارتودوکسو کسانو مذهبي لارښود دی. هغوی ورته په درنه سترګه ګوري، د ښې روغتيا دعا ورته کوي او بيا کليسا ته ورننوځي. خو مسلمانان هم راځي او د پادري د صحت پوښتنه کوي. پادري نيکولا دغه متقابل احترام د خپلو نيکونو څخه ورپاته دود او عنعنه بولي چې د ده په خبره د البانيايانو له پاره اصلي ميراث او په اصطلاح يوه ډالۍ ده.

پادري نيکولا زوړ او ضعيف ښکاري، خو آواز يې هغه وخت پياوړی کيږي، چې د خپل ژوندانه د تر ټولو ښايسته شېبې کيسه کوي. دا هغه وخت و چې په البانيا کې د اصلاحاتو د لارې ژور تغييرات راغلل. نيکولا وايي: «کله چې بدلون راغی او د دې امکان هم و چې مذهبي ځايونه بيا پرانيستل شي، نو د اېلباسان خلک په جلا توګه يا کليسا يا جومات ته ولاړ نه شول. بر عکس، ټولو په مشترک ډول کليساوې او مسجدونه سره پرانيستل. آيا دا زبردست کار نه و؟»

څلور رسمي اديان

البانيا د څلورو رسمي اديانو له کبله چې هلته موجود دي، په خپل دغه حالت باندې وياړي. د درې ميليونو البانيايانو له جملې څخه شپېته په سلو کې خلک مسلمانان، لس فيصده کاتوليکان، تقريبا اووه سلنه ارتودوکس او څه نا څه دوه سلنه بکتاشيان دي چې د درويشانو يوې ډلې ته وايي.په ۲۰۱۵ کال کې د البانيا مذهبي استازي په دې وستايل شول چې په پاريس کې د «شارلي هېبدو» پر ورځپاڼې باندې د تروريستي حملو د قربانيانو په ياد څلور واړو استازو لاس په لاس مزل وکړ.

په اېلباسان کې يو بل ګام هم واخيستل شو. دلته د ټول هېواد په کچه د بين المذهبي همکارۍ اولنی مرکز جوړ شو. د دغه مرکز مشر، اربېن رامکاج، وايي چې په البانيا کې د بېلابېلو اديانو د سوله يز ګډ ژوند لاملونه د دغه هېواد په تاريخ کې نغښتي دي. دی وايي: «البانيايانو تل د ختيځ او لويديځ تر منځ ژوند کړی دی. هغوی په خپلو ډېرو لرغونو دودونو او عنعناتو کې اصلا اروپايان دي سره له دې چې اکثريت خلک يې مسلمانان دي. په لويديځ کې د مېشتو کاتوليکانو سره د خبرو اترو له لارې ارتباطات يې هم ټول وخت ساتلي دي.»

د رامکاج په خبره د البانيانو څو کلتوري هويت يوه اصلي ملي بڼه لري چې دا د ده په خبره په اروپا کې ساری نه لري. خو خطرات او ګواښونه هم ډېر دي. رامکاج زياتوي چې د «اسلامي دولت» يا داعش په نوم ډله په البانيايي ژبه هم خپرونې لري، په تېره په هغو سيمو کې چېرته چې اکثريت مسلمانان اوسيږي. له البانيا او کاسوو څخه هم ډېر جنګيالي سوريې ته ورغلي دي. د رامکاج په خبره د البانيايي مسلمانانو د عالمانو شورا تل خپلو ملا امامانو ته وايي چې «جغرافيوي سياسي انکشافات بايد له عقيدې څخه بېل وګڼل شي او تفريق يې وشي.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (06.04.2017):

Religion in Albanien
د اديانو کارپوه ايلير هوخوليانځور: DW/Lindita Arapi
Religion in Albanien, Elbasan
نيکولا: موږ په مينه يو له بل سره مجلس کووانځور: DW/Lindita Arapi