1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

البغدادي پر خپلو جنگيالو د جهادستانو د آزادولو غږ کړی

۱۳۹۸ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

ويل شوي چې د افراطي ډلي »داعش« مشر ابوبکر البغدادي له اپريل مياشتې راهيسې په لومړي ځل يو پېغام خپور کړی دی. نوموړي پر خپلو جنگيالو غږ کړی چې په لسونو زره جهاديان او د هغوی د کورنيو غړي له زندانونو او کمپونو آزاد کړي.

https://p.dw.com/p/3PhmM
Irak Abu Bakr al-Baghdadi
انځور: picture-alliance/AP Photo/Al-Furqan

د داعش يا «اسلامي دولت» ډلې مشر ابوبکر البغدادي په خپل دغه ۳۰ دقيقه يي صوتي پېغام کې چې د دغه ترهگریز سازمان د تبليغاتي څانگې له خوا خپور شوی دی، ويلي دي چې د داعش جنگيالي دي د سوریې او عراق په زندانونو کې پراته جهادستان او د هغوی د کورنۍ غړي آزاد کړي.

د الفرقان شبکې له خوا په خپاره شوي پېغام کې د داعش دغه مشر چې د شتون په اړه يې شکونه موجود دي، ويلي: «زندانونه، زندانونه، ای د خلافت سرتیرو! خپل ټول زور په کار واچوئ څو خپل ورونه او خويندې وژغورئ او د هغوی د آزادولو له پاره د زندان ديوالونه ونړوئ.»

نوموړي په دې ترڅ کې دا هم وويل چې ډله به یې په ټوله نړۍ کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د داعش ډلې په زرونه شکمن جنگيالي او د هغوی د کورنيو غړي په عراق او د سوریې په کُرد ميشته سيمه کې له حده په ډېرو ډکو زندانونو او کمپونو کې ساتل کيږي.

په سوريه کي د داعش جنگياليو د کورنيو په لسونو زره غړي په لاگرونو کې پراته وي.

دا ډول يو تر ټولو ستر کمپ د سوریې په شمال ختيځ کې د الهول کمپ دی. هلته کُردي ځواکونو ۷۰ زره کسان ساتلي دي چې زياتره یې د داعش د هغو جنگياليو کورنۍ دي چې په سوريه کې له خپل وروستي سنگره تښتېدلي ول.

د ژغورني نړيوالې کميټي په روانه اوونۍ کې ويلي دي چې په الهول کې ميشت انسانان په «برزخ» کې ژوند تیروي.

کردي چارواکو ويلي دي چې د سوریې د شمال ختيځ په کمپونو کې د يو شمیر هيوادونو۱۲۰۰۰ اتباع هم اوسي چې په هغه کې ۴۰۰۰ ښځې او تر دې دوه چنده زيات ماشومان اوسي. زياتره یې په دې اړه ډاډمن نه دي چې خپلو هيوادونو ته تر تللو وروسته به ورسره څه ډول چلن کيږي. همدا راز په لسونو زره شکمن جنگيالي هم د عراق او سوریې په زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوي.

که څه هم چې داعش په عراق او سوريه کې خپلې سېمې له لاسه ورکړي دي، خو دغه ډله اوس هم ځيني وخت په نښتو کې ښکيلیږي او بمي بريدونه کوي. گومان کيږي چې البغدادي که چېرې ژوندی وي، نو د عراق او سوریې ترمنځ په سرحدي صحرايي سيمه کې به پټ وي.

د داعش يا «اسلامي دولت» ډلې پلويان له فلېپين څخه نيولې تر افغانستانه او تر لویديځې افریقا پورې فعال دي. گومان کيږي چې دغه ډله په ټوله نړۍ کې داسې هستې لري چې غړي یې پکښې بريد يا فعاليت کولو ته انتظار باسي.

BS/NZ (AFP, AP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: