1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الجزایر: واکمن ګوند پر قدرت پاته شو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۳, شنبه

د نورو عربي هیوادونو پر خلاف چي مطلق العنان رژیمونه ئې یو په بل پسې نسکور شول، د الجزایر په پارلماني ټاکنو کي د ولسشمر «بوتیفکه» ګوند پر اسلامپالو ډلو باندي بریالیتوب تر لاسه کړ.

https://p.dw.com/p/14uEX
انځور: picture-alliance/dpa

که څه هم په الجزایر کي د دې هیواد پارلمان پر سیاست باندي محدود نفوذ لري خو د پنجشنبې د ورځي په ټاکنو کي هغه ګوند خپل اکثریت وساته چي له لسیزو را په دې خوا د دې هیواد برخه لیک په خپل لاس کي لري. د ازادی بخښوونکو جبهې (FLN) چي مشري ئې د ولسمشر عبدالعزیر بوتیفکه، پر غاړه ده خپلو سترو سیالو اسلامپالو ډلو ته ماته ورکړه. دا هغه څه ده چي په نورو عربي هیوادونو لکه تونس او مصر کي ئې بر عکس حالات رامنځ ته شو.

د ټاکنو د لومړیو پایلو له مخي د ازادۍ بخښوونکو جبهې د پارلمان له ۴۶۲ څوکیو څخه ۲۲۰ گټلي دي. تر دې ډلي وروسته بیا د الجزایر د واکمن صدراعظم دیموکراتیک ملي اتحاد ګوند ډیر څوکۍ گټلي دي. د الجزایر د کورنیو چارو وزیر داهو اولد کابیلا، په نظر د ټاکنو له داسي پایلو سره نو الجزایر له هغه توپان څخه بچ شو چي د شمالي افریقا یو شمیر نور هیوادونه ورسره اوس لاس او گریوان دي:

«په ټاکنو کي د الجزایر ښځینه او نارینه رای ورکوونکو له خپل ګډون سره خپله وطن پرستي ثابته کړه. هغوی په آزادو او شفافو ټاکنو کي خپل ازاد تصمیم څرګند کړ. رسنۍ د دغو ټاکنو پر سوله ییزتوب او عادلانه توب شاهدي ورکوي. هغوی ولیدل چي حکومت هیڅ شی پټ نه کړل او د قانون له مخي ئې خپل ناپلیتوب خوندي وساته.»

په داسي حال کي چي څه د پاسه ۶۰۰ نړیوالو څارونکو تر اوسه پوري په ټاکنو کي د کومي درغلۍ یا ګډوډۍ تشخیص نه دئ کړی، د الجزایر د رژیم انتقاد کوونکي په ټاکنو کي د لاس وهنو، درغلیو او په پیسو د رایو اخیستلو خبري کوي.

لیکوال بولم سنسال، وایي چي د ټاکنو پایلي لا مخکي معلومي وې. د الجزایر د معتدلو اسلامپالو د اتحاد له خوا په پارلمان کې د ۴۸ څوکیو په ګټولو سره دغه لیکوال وايي چي هغوی کوم خطر نه رامنځ ته کوي ځکه د هغه په خبره دا اتحاد همدا اوس د واکمن نظام یوه برخه جوړوي:

«هدف دا وو چې داسې یو پارلمان جوړ شي چې څوک ئې و نه پیژني. دغه په اصطلاح د خلکو استازي د استخباراتي کړیو له خوا چې دا دولت رهبري کوي پیژندل شوي دي. دوی د خلکو له منځ څخه نه دي راولاړ شوي چې له خپلو خلکو استازیتوب وکړي. بلکه هغوی د خپلې طایفې له ګټو څخه استازیتوب کوي. دې ته څوک دیموکراسي نه وایي. خو د قدرت خاوندان همداسې یو څه غواړي.»

د الجزایري لیکول سانسال په نظر «پخوانی سړک او پخوانی موټر چلونکی په ځای پاتی دي.» هغه وایي چې د تیلو او ګازو د دغه شتمن هیواد دولت بیا هم وکړای شو چې د دغو طبیعی شتمنیو په پیسو «تولنیزه سوله» خوندي وساتي.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش