1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الظواهري اوبا ما ته اخطار ورکړی دی

۱۳۸۷ آبان ۳۰, پنجشنبه

د القاعده د ترهګري شبکې مرستيال ايمان الظواهري داولي پلا دپاره د امريکاد متحده ايالاتو راتلونکی جمهوررييس بارک اوباما ته يو پيغام ليږلی دی ...

https://p.dw.com/p/FyYR
د القاعده دشبکې مرستيال ايمان الظواهري
د القاعده دشبکې مرستيال ايمان الظواهريانځور: AP Photo/IntelCenter

په دغه پيغام کي چه پرون د چارشنبې په ورځ په انترنيټ کي نشر ته سپارل سوی دی ، اوباما ته يې ددې څخه اخطار ورکړی دی چه نوري قواووي افغانستان ته ونه ليږي .

الظواهري پر اوباما باندي په شخصي ډول هم لګيدلی دی ،او دی او خارجه وزيره کوندوليزا رايس او کولن پاول يې په غير مستقيم ډول د سپين پوستو، کورني مزدوران بللي دي .

الظواهري ويلي دي چه د بارک اوباما دا پلان چه غواړي د عراق څخه افغانستان ته عسکر وليږي ، نو هغه اوس لا د ناکامۍ سره مخاخ دی .

ده اضافه کړه چه که څه هم د بارک اوباما په انتخاب سره امريکايانوومنل چه په عراق کښي د بوش سياست ناکامه دی ،خو امريکا تغير ندی کړی . امريکا همهغسي پاته ده ،لکه تر اوسه پوري چه وه . ددې خاطره موږ خپلي مبارزې ته ادامه ورکوو، امريکا ته تاوان رسوو،تر څو هغه په تعقل کي راسي .

الظواهري په ټوله نړۍ کي پر مسلمانانو خصوصأ په عراق ، افغانستان او سوماليا کي ږغ کړی دی ، چه خپل مقدس جهاد ته ادامه ورکي .

که اوباما غواړي بيا هم د امريکا ماته په افغانستان کي ونه مني ،نو بايد د امريکا د ايسته کيدونکي جمهوررييس بوش او د پاکستان د مستعفي جمهوررييس پرويز مشرف سرنوشت ،د برتانيې او شوروي ماته په افغانستان کی پياد راوړي .

په عراق کي په اوس وخت کښي 150000 امريکايي عسکر موجود دي ،خو په افغانستان کي چه په تيرو وختو کښي جنګونو پکښي شدت اخيستی دی ،32000 امريکايي عسکر ځای پر ځای دي .