1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الظواهري د اوکراين د بحران پړه پر امريکا اچولې

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۸, یکشنبه

د القاعده مشر ايمن الظواهري په خپل تازه ويډيويي پيغام کي پر اوکراين د روسيې د نظامي بريد په هکله ويلي چي پړه يې د امريکا متحده ايالاتو په غاړه ده.

https://p.dw.com/p/4Az0T
Ayman al-Zawahri, Chef von al-Qaida
انځور: Militant video via SITE/AP Photo/picture alliance

د القاعده د مشر ايمن الظواهري په تازه ويډيويي پيغام کي هغه پخپله د وينا په حال کي ښودل کيږي. دغه پيغام د القاعده د ترهګرې ډلې د لومړي مشر اسامه بن لادن د وژل کېدني د يولسم کال پوره کېدو د ورځي په مناسبت مخکي ثبت کړل سوی او بيا خپور کړل سوی دی. د امريکا متحده ايالاتو په ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د يولسمي د ترهګريزو بريدونو اصلي طراح اسامه بن لادن بللی ؤ.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د می مياشتي په دويمه نېټه د امريکا متحده ايالاتو د ځانګړو عسکرو په يو عمليات کي د پاکستان په اېبټ آباد ښار کي ووژل سو. د ايمن الظواهري تازه خپره کړل سوې ويډيو ۲۷ دقيقې ده چي د جمعې په ورځ د می مياشتي په شپږمه نېټه خپره کړل سوې وه.

د الظواهري د تازه ويډيو په هکله معلومات د بنيادي معلوماتو په پاڼه (SITE) کي د يوې داسي استخباراتي ډلې له خوا ورکول سوي دي چي په ټوله نړۍ کي د توندلارو پر کړنو معلومات راغونډوي او خپروي يې.

د ويډيو په هکله تفصيلات

په دغه ويډيو کي ليدل کيدلای سي چي ايمن الظواهري د يو مېز تر شا ناست دی. د هغه تر شا کتابونه معلوميږي او مخي ته يې توپک پروت دی.

الظواهري په ښکاره توګه په ويډيو کي وايي چي پر اوکراين د روسيې د پوځي بريد اصلي پړه د امريکا د متحده ايالاتو پر کمزوريو راځي. نوموړي پر مسلمانانو ږغ کړی چي د مسؤليت احساس وکړي ځکه چي په وينا يې د امريکا متحده ايالات د عراق او افغانستان د جګړې وروسته په يو کمزور هيواد بدل سوی دی.

د الظواهري په وينا په عراق او افغانستان کي د ماتې خوړلو وروسته د کرونا پاندمي له کبله رامنځته سوي اقتصادي بحران هم د امريکا متحده ايالات کمزوره کړي دي. د هغه په وينا متحده ايالاتو د کمزورۍ په يو حالت کي خپل ټلوالی يا متحد هيواد اوکراين د روسيې په وړاندي يوازي پرېښود.

دا چي د القاعدې مشر الظواهري چيري استوګن دی، په دې هکله هيڅ معلومات نسته. نوموړی د امريکا د متحده ايالاتو د اف بي ای امنيتي ادارې له خوا په لوړه اندازه د مطلوبو کسانو په ليسټ کي قرار لري. د امريکا متحده ايالاتو د الظواهري د نيول کېدنې لپاره د هغه د استوګنځای په هکله د معلوماتو لپاره ۲۵ مليونه ډالره انعام ايښی دی.

د يمن هيواد د عسکرو سره د القاعدې جګړه

په يمن هيواد کي د القاعده د وسله والو او د دغه هيواد د عسکرو تر منځ وسله واله نښته رامنځته سوې ده. د خبرونو له مخي نښته د يمن په سويل لوېديځ کي د الضالع په ولايت کي سوېده. دغه سيمه د يمن په يو ځانګړي او خصوصي امنيتي کمربند کي واقع ده چيري چي د القاعدې تر څنګ د داعش ډلې وسله وال هم فعاليت لري.

د يمن پوځ ويلي چي کله چي يې عسکرو د القاعدې پر وسله والو ږغ وکړ چي وسلې پر مځکه کښېږدي نو هغوی ورباندي ډزي وکړې. په دغه ډزو کي د يمني پوځ دوه قومندانان ووژل سول. له وژل سوو څخه يو کس کرنل وليد الضمي ښودل سوی چي په سيمه کي د امنيتي کمربند مرستيال مشر ؤ. ويل سوي چي دغه وسله واله نښته تر يو ساعت پوري جاري وه چي پکښي ۸ وسله وال او څلور امنيتي کسان ووژل سول.

ياد امنيتي کمربند د عربي اماراتو او د بېلتون غوښتونکي ډلې عبوري شورا جوړ کړی دی.

آ./ا.ا./ن.ص.