1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

العبادي په عراق کي نوي امریکايي ځواکونه نه غواړي

۱۳۹۴ آذر ۱۱, چهارشنبه

د عراق لومړي وزیر حيدر العبادي د نویو ځانګړو امریکايي عسکرو د ماموریت مخالفت کوي. شعيه مليشو د بريدونو ګواښ کړی دی. آيا د واشنګټن وړانديز به وضعه لا خرابه کړي؟

https://p.dw.com/p/1HFp2
انځور: Reuters/K. al-Mousily

د عراق لومړي وزير حيدر العبادي ویلي دي چي په دغه هیواد کي د هر ډول بهرنيو عسکرو «که هغه ځانګړي عسکر وي او که نور» د مستقر کولو څخه ترمخه بايد د عراق له حکومت سره مشوره وسي او بايد د هغوی په اجازه دغه کار وسي. د دې څخه تر مخه واشنګټن ويلي ول چي په پام کې لري چې په عراق کي د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد د حکومتي قواوو د تقويه کولو په مقصد په عراق کي خپل ځانګړي عسکر مستقر کړي.

«د امریکايي عسکرو پر ضد د جګړې بېرته پېلول»

د دې څخه تر مخه شعيه مليشو اعلان کړی وو چي غواړي د امريکايي قواوو پر ضد بېرته مبارزه پېل کړي. د کتائب حزب الله په نوم شعيه ملېشې وياند ويلي دي: «موږ تر مخه هم د هغوی پر ضد جنګېدلي يو او موږ چمتو يو چي بیا يې پر ضد جګړه پېل کړو.» د بدر په نوم سازمان چي ویل کیږي د ايران له خوا تمويليږي او د عصائب اهل حق په نوم سازمان هم ورته څرګندوني کړي دي. یادي ملېشې د عراقي پوځ تر څنګ د «اسلامي دولت» پر ضد جنګيږي. د دغو ډلو جنګيالي په دې مشهوره دي چي د سُني ولسي خلکو پر ضد په لوړه پېمانه د بې رحمۍ چلن کوي.

د امریکا د متحده ايالاتو د دفاعي چارو وزير اشټون کارټر د امريکا د استازو په جرګه کي د سوال و جواب پر وخت روښانه کړې وه چي د امريکا حکومت به به عراق کي ځانګړي امريکايي عسکر ځای پر ځای کړي. د هغه په وينا دغه امريکايي عسکر به د عراقي پوځ او کردي «پېشمرګه» مليشو سره په داعش ضد مبارزه کي مرسته وکړي.

کارټر په دې تړاو ويلی وو: «دغه ځانګړي قواوي به د وخت په تېرېدو سره دا وکولای سي چي کومندويي عمليات وکړي، يرغمل آزاد کړي، استخباراتي معلومات راټول کړي او د داعش مشران ونيسي.» د هغه په وينا امريکايي عسکر کولای سي چي په خپلو وړتياوو سره د اتحادي قوتونو د ضربې قوت څو چنده زیات کړي.

ځانګړي عسکر او سوريه

د کارټر په وينا په عراق کي مستقر امريکايي عسکر کولای سي چي په سوریه کي هم فعال سي. د هغه په وينا د متحده ايالاتو حکومت پر دې غور کوي چي ګاونډي هيواد سوريې ته هم ځانګړي عسکر ولېږدوي. ولسمشر بارک اوباما په اکتوبر مياشته کي سوريې ته د ۵۰ ځانګړو امريکايي عسکرو د لېږد امر کړی وو. د امريکا متحده ايالات د خپلو متحدینو سره په گډه په عراق او سوریه کې د داعش مورچلې بمباري کوي.