1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

القاعده اوس هم جنوبي آسيا ته گواښ ده

شامل شمس/ مسعود جهش۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۲, جمعه

د اسامه بن لادن تر وژل کېدو درې کاله وروسته القاعده په جنوبي آسيا کي لږ حضور لري او خپله توجه يې يې منځني ختيځ ته تمرکزه کړې ده. خو کارپوهان وايي چي دغه ترهگر سازمان اوس هم په سيمه کي له کوچنيو ډلو سره کار کوي.

https://p.dw.com/p/1BsIO
انځور: Reuters

د ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې پر دوهمه نېټه ځانگړو امریکایي ځواکونو د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته نزدي د ایبټ آباد په سيمه کې د القاعدې ترهگرې شبکې مشر اسامه بن لادن وواژه. اسامه په دې ښار کې شپږ کاله ژوند کړی وو.

د اسامه تر وژل کیدو وروسته داسي اټکل کیدی چې یوه نوې دوره به پیل شي. که څه هم د القاعدې د دغه پخواني مشر تر وژل کیدو وروسته په دې اړه ډیري پوښتنې پیدا شوې چې آیا پاکستان په دې خبره پوهیدی چې د نړۍ د تر ټولو لوی ترهگر سازمان مشر یې د پلازمېني په څو کیلومترۍ کې ژوند کوي او که نه، خو بیا هم پخپله د اسامه وژل کیدل د القاعدې شبکې ته یوه لویه ضربه بلل کیده. واشنگټن تر دې پيښي وروسته د القاعدې پر وړاندي خپله بریا اعلان کړه.

خو پوښتنه دا ده چې د اسامه بن لادن وژل کیدو د القاعدې ترهگري شبکې پر فعالیتونو کومه اغېزه کړې او که نه او که یا دا چې ایا اوس القاعده د پخوا په څېر یو پیاوړي ترهگر سازمان نه دی؟

کمزورې او د تیښتې په حال کې القاعده

په واشنگټن کې د ویدرو ویلسن له مرکز څخه سنبل خان، وايي چې القاعده لا د اسامه بن لادن تر وژل کیدو دمخه کمزورې شوې وه. د دغې کارپوهي په اند د القاعدې د ضعیفه کیدو تر شا یو لو لامل د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو عملیات ول چې په پایله کې یې د القاعدې مشري پریکړه وکړه چې په دې سیمه کې خپل حضور کم کړي.

خان له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «د بې پیلوټه الوتکو او پاکستاني پوځ عملیاتو په دې سیمه کې د القاعدې تگ راتگ ستونزمن کړ. موږ باید دا خبره په یاد ولرو چې القاعده له سیمه ییزو نښتو گټه اخلي نو له همدې کبله کله چې د افغانستان جگړه سړه شوه او ولسمشر اوباما هم اعلان وکړ چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې خپل حضور کم کړي، القاعدې له دې سیمې سره خپله لیوالتیا له لاسه ورکړه.»

Osama bin Laden Zeitung Nachricht Zeitungsartikel
انځور: picture-alliance/dpa

په لندن کې میشت څیړونکی او د ترهگرۍ ضد کارپوه، غفار حسین، هم له خان سره همنظره دی. هغه وایي: «د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د القاعدې مشرتابه د اسامه بن لادن تر وژل کیدو دمخه لا له منځه وړل شوې وه.»

دا په داسې حال کې ده چې خان ټینگار کوي چې باید داسې فکر و نه شي چې القاعده نور په پاکستان او افغانستان کې حضور نه لري. هغه وایي: «القاعده اوس په دې سیمه کې لږ حضور لري او له سیمه ییزو افراطي ډلو سره یوځای کار کوي. ښايي په دې سیمه که کې نوره نړیواله القاعده نه وي او پر کوچنيو ډلو باندي بدله شوې وي.»

حسین وایي، یوه ډیره مهمه ډله چې په سیمه کې له القاعدې سره یوځای کار کوي د تحریک طالبان پاکستان ډله ده.

القاعده - پراخ ترهگر خوځښت

د خان په حواله القاعدې ان د اسامه تر وژل کیدو دمخه له پاکستان څخه خپل غړي منځني ختیځ ته لېږلي ول او پر دې سیمه باندي یې خپله توجه متمرکزه کړې وه. دغه کارپوه ټینگار کوي چې د اسامله تر وژل کیدو وروسته بیا دا بهیر لا نور هم گړندی شو.

کارپوهان وایي چې اوس القاعده یو ځل بیا غواړي چې نوي جنگیالي جذب کړي خپل ځان د یوه پیاوړي ترهگر سازمان په توگه مطرح کړي. خان وایي: «القاعده تل په داسې سیمو کې چې پکښي جکړه روانه وي په نوو کسانو پسې گرځي. د عربي پسرلي او په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ له پیلیدو سره القاعدې د ځال له پاره د جنگ یو نوی میدان موندلی دی. القاعده په لیبیا او سوريه کې د افغانستان او پاکستان په پرتله ښه فعالیت کولای شي.»