1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

القاعده: د «عراق او شام اسلامي حکومت» ډلي سره اړيکي نه لرو

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ویله۱۳۹۲ بهمن ۱۵, سه‌شنبه

القاعدې ترورستي شبکې په سوریه کې د «عراق او شام اسلامي حکومت» په نوم ډلې سره هر ډول ارتباط درلودل رد کړي دي. دغه ډله د سوريي په ختیځ او شمالي سیمو کو د منځلارو یاغیانو پر ضد جنګیږي.

https://p.dw.com/p/1B2Ps
انځور: Zac Baillie/AFP/Getty Images

د آلمان خبري آژانس د راپور له مخي په قاهره کي د القاعده شبکې د رهبرۍ له خوا په یوه خپاره شوي انترنيټي پیغام کې ویل شوې دي چې دغه شبکه په سوریه کې د «عراق او شام اسلامي حکومت» له فعالي ډلي سره هیڅ ډول تړاو نه لري.

په دغه انټرنټي پيغام کې ویل شوې دي چې د القاعدې شبکه د دغي ډلي د عملیاتو په اړه هیڅ ډول مسوولیت پرغاړه نه لري. په دغه بیانیه کې زیاته شوې ده: «موږ ته نه د دغي ډلي د تاسیس په اړه خبر راکړل شوی دی او نه هم زموږ سره په دې هکله کومه مشوره شوې وه».

د «د عراق او شام اسلامي حکومت» ډلۍ مشر ابوبکر البغدادي د ۲۰۱۳ کال په اپریل میاشت کې د دغي ډلۍ د رامنځته کیدو اعلان کړی وو. له هغه وخت راهیسي دا دوهم وار دی چې د القاعدې شبکه دغه شان اعلامیې خپروي.

تر دې مخکي د ۲۰۱۳ کال په جون میاشت کې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري، د البغدادي، له خوا د النصره جبهې په نامه له جوړي شوي یوې بلي ډلي سره د اړیکو لرل تایید کړي ول.

د دې تر څنګ الظواهري دغي ډلۍ ته په سوريه کې د خپلو عملیاتو د جاري ساتلو سپارښتنه هم کړی وه. الظواهري د«عراق او شام اسلامي حکومت» او النصره جبهې ډلو یوځای کیدل رد کړي ول.

د النصره جبهې ډلي د «عراق او شام اسلامي حکومت» ډلي او مخالفیونو تر منځ له نښتو سره خپل هر ډول ارتباط په بشپړه توګه رد کړی وو.

د یکشنبې په ورځ د سوريي په شمالي ایالت حلب کې د یو برید په نتیجه کې د اسلامي جبهې په نامه یوې بلي ډلي ۱۶ تنه جنګیالي ووژل شول. د النصره ډلي اعلان وکړ چې د عراق او شما اسلامي حکومت له ډلي سره يي د اختلافاتو د لمنځه وړلو ټولي هڅي ناکامه شوي دي.

په دې اړه د النصره جبهې یو قوماندان معا الهمساوي، د آلمان خبري آژانس ته وویل: «نن د عراق او شام اسلامي حکومت ډلې د بشارالاسد پر ضد جنګیدونکو ټولو ډلو ته دا واضح پیغام ورکړی دی چې هغوی د مسلمانانو له ګټو سره هیڅ ډول دلچسپي نه لري.»

د یاودني وړ ده چې د یکشنبې د ورځې په برید کې د حلب ښار هغه سیمه په نخښه شوې وه، چې د سوريي رژیم د مختلفو مخالفو ډلو تر منځ د اختلافاتو د لمنځه وړلو په موخه خبري اتري رواني وې.

په سوريه کې روانه کورنۍ جګړه اوس ډیره پېچلې شوې ده. بلي خوا ته د سوريي منځلاري یاغیان له سخت دریځو ډلو سره مخامخ دي. دغه ډلي په سوریه کې د بشارالاسد حکومت تر ړنګولو وروسته په دغه هیواد کې د اسلامي حکومت رامنځ ته کول غواړي.