1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

القاعده پر امريکايي الوتکه باندي د ناکامه بريد مسؤليت منلی دی

۱۳۸۸ دی ۸, سه‌شنبه

له امستردام څخه د دېترويت Detroitپه لور په 253 لمبر الوتني باندي تر ناکامه بريد درې ورځي وروسته ،اوس اوباما خپله خاموشي بس کړې ده

https://p.dw.com/p/LGJD
دامريکا په هوايي ميدان کښي تر ناکامه بريد وروسته 253 لمبر طياره
دامريکا په هوايي ميدان کښي تر ناکامه بريد وروسته 253 لمبر طيارهانځور: AP

په هاوای کې د رخصتيو په ځای کې دهء هڅه وکړه قاطعيت څرگند کړي، چې دا د داخلي امنيت د وزيرې جانېت ناپوليتانو په پرتله چې زړه نا زړه معلومېدله، ډېر توپير لري . دغې وزيرې په اول سر کې د شنډ شوي بمي بريد په اړه ويلي وه، چې هر څه په صحيح ډول تر سره شوي وو، خو بيا مجبوره شوه چې خپلي خبري بېرته واخلي . ولسمشر اوباما په خپل وار د23کلن نايجريايي فاروق عبدالمطلب د پردې تر شا ولاړو مشکوکو هڅونکو ته گواښ وکړاو ويې ويل :

«موږ به تر هغو آرام کښېننو تر څو مو ټول هغه کسان نه وي نيولي چې په هغه کې لاس لري او تر څو چې هغوی مسووليت نه وي منلی . ما يوه بشپړه څېړنه غوښتې ده، نه يوازي په دې اړه چې د مشکوکو بريدکونکو په اړه معلومات څنگه استعمال شوي دي، بلکه د لستونو د سيستم په اړه هم، او دا چې څنگه پکښې ښه والی راتلی شي . »

د امريکا په متحده آيالتونو کې څلور ډوله لستونه جوړ شوي دي . په لومړي درجه لست کي د عبدالمطلب نوم هم راغلی و، خو پنځه سوه زره نور نومونه هم پکښې ليکل شوي دي . په دغه ليست کې د مشکوک بريدکونکي نوم هغه وخت وليکل شو چې پلار يې ښايي د امريکې د يو سفارت په وړاندي د خپل زوی د افراطي کېدلو په اړه اخطار ورکړی وي .

«د يوې بلې څېړنې د لارې به په هوايي ډگرونو کې امنيتي تدابير هم وڅېړل شي، مخکې تر دې چې مسافرين الوتکو ته ورخېژي .»

د اوباما له څرگندونو څخه لږ دمخه د القاعده ترهگر سازمان په نوموړې امريکايي الوتکه باندي چې 289 انسانان پکښې سپاره وه، د بريد پړه منلې وه . ويل کيږي چې په يمن کې د القاعدې پرجنگياليو باندي د دوو بريدونو په بدل کې نوموړي ډلي دغه هڅه کړې ده .

دغه معلومات د اينتل سنتر لخوا خپاره شوي دي چې په انترنېټ کې د ترهرگرو ډلو پيغامونه څېړي . يمني عسکرو، د امريکې د استخباراتو په ملاتړ په دسامبر کې د القاعده پر احتمالي مېشتغالو باندي هوايي بريدونه تر سره کړي وو. وروستۍ حمله د کريسمس له شپې څخه يوه ورځ دمخه تر سره شوې وه .

دا مهال د امريکا په متحده آيالتونو کې د بريدونو د مخنيوي او د تېروتنو د سياسي مسؤليت په اړه بحثونه شروع شوي دي . سناتور جو ليبرمن چې په کوم سياسي گوند پوري اړه نه لري او د سنا د داخلي امنيت د پلاوي مشر دی، په دې اړه يوه مرکه ورکړه چې د اورگاډي په تمځای کې ورسره شوې وه :

«ولي د ټول بدن سکنرونه نه استعمالوو. هغه د معمولو فلز کشف کونکو په مقايسه بل ډول فعاليت کوي . دغه سکنرونه د ټول بدن شکل راته ښېي او هر هغه څه هم راپه گوته کيږي چې سړی يې له ځان سره گرځوي، لکه د مثال په ډول چاودېدونکي مواد .»

د امريکاد داخلي امنيت ادارې اوس مهال د مسافرينو په مقابل کي شرايط بېرته لږ کړي او نرم کړي دي . مسافرين بايد نور د الوتني په وروستيو شپېتو دقيقو کې پر خپل ځای پاته نسي او کمپلي او بالښتونه هم بېرته پر خپلو پښو او غېږ اچولی شي . دغسي شرايط ورباندي تر بريدونو لږه موده وروسته لگول شوي وه. خو د الوتکې کارکونکي دغه شرايط تر اوسه لا پر هر چا باندي تطبيقولی شي، البته که هغوی ته لازم ښکاره شي .

پاولِرت/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري