1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"القاعدې بيا په الوتکه کي د چاودني هڅه کوله"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

امریکایي چارواکو ویلي دي، چي د اپریل په میاشت کي ئې په یمن کي د القاعدي د غړو هغه پلان شنډ کړی دئ چي غوښتل ئې په یوه الوتکه کي چاودنه وکړي.

https://p.dw.com/p/14rVS
انځور: dapd

د دغو چارواکو په حواله لاس ته راغلی بم د ۲۰۰۹ کال د نوي کال د ورځي د بم یو پرمختللی ډول وو.

یوه امریکايي چارواکي ویلي دي چي په یمن کي د القاعدې د ډلي هغه پلان چي غوښتل ئې د یوه هوایي شرکت یوې الوتکي ته انفجار ورکړي، د CIA له خوا شنډ شوی وو.

د FBI له خوا په یوه خپره شوې خبر پاڼه کي راغلي دي چي کشف شوی بم هیڅ کله هم کم چا ته گواښ نه و رامنځ ته کړی: «دې چاودیدونکي توکي د عامو خلکو امنیت ته کوم کواښ نه و رامنځ ته کړی. امریکا له خپلو نړیوالو ملگرو سره د دې موادو په اړه خبري کوي.»

د رپوټونو په حواله تر کشفیدو مخکي د دې بم له پاره کوم هدف نه وو ټاکل شوی او دا چي د کوم چا له خوا د يوې الوتکي له پاره کوم ټکت هم نه و اخیستل شوی. تر اوسه پوري د ځانمرگي برید کوونکي په اړه نور معلومات روښانه نه دي.

د چارواکو په حواله لومړنۍ څېړني ښیي چې دا یو داسي بم دئ چي تردې مخکي هم په سیمه کي د القاعدې له خوا کارول شوی دئ.

اوباما په اپریل کي د پيښي په اړه معلومات درلودل

د سپيني ماڼۍ ویاندي کیتلن هایدین، ویلي دي چي ولسمشر اوباما ته لومړی د اپریل په میاشت کي د دې پيښي په اړه معلومات ورکړل شوي ول. د ویاندي په خبره، هغه وخت هم اوباما ته ویل شوي ول چي د کوم وگړي وضعيت له گواښ سره مخامخ نه وو. د کیتلن په خبره د پیښي په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته، ولسمشر اوباما د امریکا امنیتي او استخباراتي ادارو ته ویلي ول چې په راتلونکې کي د داسې پېښو مخنیوي وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل