1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المالکي له لومړي وزارته ليري سو

دويچه ويله۱۳۹۳ مرداد ۲۴, جمعه

تر اوږدو جنجالونو وروسته د عراق لومړی وزير نوري المالکي خپل گونډي سيال حيدر العبادي ته د چوکۍ پرې ښودلو خبره کړې ده. المالکي غوښتل چي د دريم وار له پاره هم لومړي وزارت ته ځان کانديد کړي.

https://p.dw.com/p/1Cv8b
Nuri al-Maliki Rücktritt
انځور: Reuters

د عراق جمهور رئيس فواد معصوم د دوشنبې په روځ لا العبادي ته ويلي ول چي د نوري المالکي د ارادې پرضد حکومت جوړ کړي. المالکي او العبادي دواړه په شعه گوند «الدعوه» پوري اړه لري. نوموړي گوند د می مياشتي په پارلماني ټاکنو کي تر ټولو ډيري رايي گټلي دي.

هغه مقاومت کاوه

المالکي په لومړی سر که دا د اساسي قانون نقض باله چي معصوم دي تر ده دمخه سي. هغه دا خبره ردوله چي گويا دی دي تر فشار لاندي وي. د شنبې په ورځ ماښام لا هغه په بغداد کي په ډېرو مهمو ځايونو کي امنيتي ځواک ځای پر ځای کړ، څو خپل قدرت نور هم وساتي. خو له ډېر وخت راهيسي په پارلمان کي د المالکي ملاتړ کم سوی وو.

د عراق په پارلمان کي نه يوازي سنی استازي، بلکي شيعه استازي هم دا وايي چي لومړی وزير د دې توان نه لري چي په هيواد کي د تروريستانو د افراطي ډلي «اسلامي دولت» مخه ونيسي.

ويل کيږي چي د نوري المالکي په مشرتوب د شيعه گانو حکومت په عراق کي په سيستماتيکه توگه د سنيانو پر وړاندي تبعيض کاوه. د هغه حکومت په هيواد کي د ډېرو اساسي ستونزي په حلولو نه وتوانېد.

د آلمان د مرستو پيل

له بلي خوا په عراق کي د هغو خلکو له پاره چي مرستو ته اړتيا لري هلي څلي گړندۍ سوي دي. د جمعې په ورځ سهار وختي د آلمان له شلسويگ هولشتاين څخه د څلور الوتکي لومړۍ يې له اتو ټنو خوراکي موادو سره د عراق د کردانو د خپلواکمني سيمي پر لور والوتله.

د آلمان مرستي پيل سوې
د آلمان مرستي پيل سوېانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د دفاع وزيري اورزولا فون ديرلاين د مرستو د لومړۍ الوتکي تر الوتني دمخه وويل: «زما له پاره دا ډيره مهمه وه، چي آلمان ډير ژر د خپلو مرستو لومړۍ برخه پيل کړي.»

د آلمان د دفاع وزارت غواړي چي د نن جمعې ورځي تر ماښامه پوري د عراق د کردانو خپلواکمني سيمي ته نزدې ۳۶ ټنه خواري مواد ورسوي. دغه مرستي به په سيمه کي د ملگرو ملتونو سازمان په چوکاټ کي مرستندويو ټولنو ته وسپارل سي چي د هغوی له لاري بيا پر اړمنو خلکو باندي وويشل سي.

تر اوسه لا په سنجار غرونو کي يزيديان دېره دي

د ملگرو ملتونو د نوو معلوماتو له مخي د عراق د سنجار په غرونو کي د اسلامي دولت ډلي له بيري څخه د تښتېدلو يزيديانو شمېر لږ سوی دی. داسي اټکل کيږي چي د دغو په لسونو زرو يزيديانو ډيری دي د کردانو تر کنترول لاندي امنو سيمو ته ځانونه رسولي وي.

د ملگرو ملتونو يوه وياند ويلي دي چي اوس هم په غرونو کي نزدې ۱۰۰۰ کسان بند پاته دي چي وضعيت يې ډېر جدي دی.