1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الماني جهاديان په افغانستان کي روزل کيږي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲, پنجشنبه

آلماني مجاهدين په انترنيټ کښي کله سخت مسلح او کله هم د نقاب په درلودلو سره ځانونه معرفي کوي...

https://p.dw.com/p/N2qI
د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سيمو کي د وسلوالو جنګياليو د روزلو کمپونه
د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سيمو کي د وسلوالو جنګياليو د روزلو کمپونهانځور: AP

د ويډيويي فلمو د لاري د افغانستان څخه خبري کوي .دوی دداسي بيرغو سره عکسونه اخلي، چي د قران په اياتو سره مزين سوي وي، او يا هم موسيقي ورسره وي.

دوی د هغو کسانو پر ضد د مقدس جهاد اعلان کوي، چي عقيده نلري. دوی خصوصاً پر خارجي قواوود حملو د کولو اخطارونه ورکوي. همدا څو ورځي دمخه يوه ويډيو راښکاره سوه، چي يو الماني ژبی د افغانستان په يوه روزنيز کمپ کښي د وسلو د تمرين پر وخت ښيي.

په دغه 31 دقيقه يي فلم کښي 5 الماني ژبي مجاهدين ښکاري، چي پر دوو امريکايي نظامي هدفو باندي د حملو مسؤليت پر غاړه اخلي.

د Spiegel د مجلې د انترنيټ پاڼي کورديناتور او د اسلامي ترهګرۍ کارپوه ياسين موشر باش وايي،چي دغه ګروپ چي ځانونه طالب مجاهدين بولي، نسبتاً يو نوی ګروپ دی.

«دا کيدای سي د6 څخه تر10 پوري الماني ژبي جنګيالي وي، چي عملاً په افغانستان کښي اوسيږي، او هم ښکاري چي د طالبانو تر قوماندې لاندي وي . »

دوی د اولي پلا دپاره د 2009 کال په مني کښي راښکاره سوه . موشر باش، چي د کلو کلو راهيسي په انترنيټ پاڼه کښي د مجاهدينو فعاليتونه تعقيبوي، اټکل کوي،چي الماني طالب مجاهدين د اسلامي جهاد د اتحاد تر منحليدو وروسته په افغانستان کښي فعاله سوي دي ، او د هغوي بقاياوي دي.

په دوی کښي 4 هغه ځوانان هم شامل ول، چي په جرمني کښي د سورلنډ د ګروپ په نامه شهرت لري.

دغه څلور کسه ددغه کال په مارچ کښي په جرمني کښي د ترهګري حملو د پلانولو او تياري نيولو په جرم د اوږده بند په سزا محکوم سول. ددغه ګروپ څخه نور په انترنيټ کښي ډير لږ آثار موجوددي.

موشر باش اټکل کوي، چي د طالب مجاهدينو ډله چي د ويډيويي فلم پر اساس يې د امريکايي او افغاني نظامي مرکزو په حملو کښي برخه اخيستې ده، کيدای سي ددوی دپاره د پراکتيک او تمرين يو ډول وي.

هغه وايي، داچي دغه ګروپ په دوو حملو کښي برخه اخيستې ده، او هغه يې هم په الماني ژبه باندي د جرمني عامه ذهنيت ته رسولې ده، دا معني لري چه دوی غواړي وښه يي، چي موږ آرام نه يو ناست، بلکي يو څه کوو.

د امنيتي مسؤلينو د اټکلونو پر اساس تقريباً100 جرمنيان وجود لري، چي افغانستان او پاکستان ته تللي دي، او شک ورباندي کيږي، چي هلته يې په ترهګري کمپو کي روزنه ليدلې وي، او يا د طالبانو تر څنګ يې د خارجي قواووپر ضد جنګونه کړي وي.

DW/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل