1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الماني عسکر یو کال نور هم په افغانستان کي پاتيږي

۱۳۸۹ دی ۲۲, چهارشنبه

د آلمان د حکومت کابينې نن په خپله غونډه کي د افغانستان د نوي ماموريت په پريکړه کي د لومړي ځل لپاره يو هدف وټاکه چي څرنګه دغه ماموريت ته بالاخره د پای ټکی کښېښودل سي.

https://p.dw.com/p/QquG
د جرمني کابينه
د جرمني کابينهانځور: picture alliance / dpa

د 2011 کال په پای کي په جګړه ځپلي افغانستان کي د آلماني سرتيرو شمير په کميدو پيل کوي. خو دغه ضرب الاجل له يو شمير محدوديتونو سره تړلی دی.

د المان فدرالي شورا د جنورۍ پر 28 د حکومت پر دې پريکړي بحث کوي او بيا به خپل تصميم ونيسي.

له دغه پريکړي سره په افغانستان کي د آلمان د 5350 سرتيرو لپاره قانوني چوکات برابريږي چي د 2012 کال تر فبرورۍ پوري خپل ماموريت ته دوام ورکړي.

د حکومت په پريکړه کي راغلي دي: « د آلمان د اتحادي جمهوريت حکومت هيله من دی چي د امينتي مسووليت د سپارلو په بهير کي د 2011 کال د پای څخه وروسته په خپل پوځي حضور کي کموالي رامنځ ته کړي.»

خو په پريکړه کي يادونه سوې ده چي له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو وتل« دعمل په ډګر کي وضعيت» پوري اړه لري. وړاندي ويل سوي دي:« په عين وخت کي داسي وتل بايد د آلمان د پاته عسکر شتون ته تاوان ونه رسوي.»

د حکومت په پريکړه کي دغه ډ‌ول جمله بندي د آلمان د دفاع وزير کارل تيودورڅو کوتنبرګ او د بهرنيو چارو د وزير ګيدو وستر ويله ترمنځ چي دواړه په ايتلافي حکومت کي د مختلف ګوندونو څخه استازيتوب کوي، د يو جوړښت له مخه جوړه سوې ده.

مخکي له دي دغو دواړو وزيرانو د افغانستان د ماموريت د دوام په هکله يو تر بله سره اختلاف نظر درلود. د دفاع وزير، ګوتنبرګ ويل چي د وتلو لپاره بايد کومه مشخصه نيټه ونه ټاکل سي.د هغه په نظر د يوې داسي نيټې ټاکل د آلمان د پاته سرتيرو ژوند ته خطر پيدا کوي.

د بهرنيو چارو وزير، ګيدو وستر ويلي ټنيګار پردې دی چي د وتلو له يو پلان څخه پرته د افغانستان حکومت خپلو مسووليتونو ته ښايي متوجه نه سي. هغه د حکومت له پريکړي څخه مخکي د آلمان له دوهمي تلويزوني شبکي ِسره په يو مرکه کي وويل:

«پريکړنده خبره دا ده چي ، که چيري موږ پلان جوړ نه کړو چي په افغانستان کي راتلونکي څرنګه کيږي. ښايي په روان وضعيت کي نظم او دسپلين رامنځ ته نه سي، د بيلګي په توګه افغان حکومت باندي فشار راځي تر څو خپلي دندي ته متوجه سي تر څو د وضعيت په سمون کي پوره زيار وباسي.»

د المان د حکومت له دغي پريکړي څخه څرګنديږي چي آلمانان به د بهرنيو ځواکونو وروستي سرتيري نه وي چي په جګړه ځپلي افغانستان کي د خپلو حضور څراغ مړکوي او بار او بستر به تړي.

ويستر ويله وويل: «موږ نه غواړو چي د خپلو جنګي سرتيرو سره د اوږدې مودې پرمخ په دغه هيواد کي پاته سو. او دا ضروري هم نه ده چي موږ د خپلو نورمتحدينو څخه زيات په افغانستان کي پاته سو.»

د آلمان د حکومت له دغي فيصلي څخه د هغه ستر مخالف ګوند سوسيال ديموکرات هم راضي دی. په دي ترتيب کله چي په فدرالي شورا کي د جنوري پر 28 د افغانستان د ماموريت د مودي د اوږدولو پر سر خبري کيږي، نوموړي ګوند به د حکومت په پلويتوب رايي ورکړي.

خو د حکومت بل مخالف ګوند، دي ګروينن يا د شنو ګوند د فدرالي حکومت د پريکړي له جمله بندۍ سره موافقت نه لري. د هغه ګوند پارلماني مشر، يورګن ترتين وويل چي د هغه ملګري به په اکثريت سره د افغانستان د ماموريت د مودي د اوږدلو مخالفت وکړي.

دغه راز په فدرالي شورا کي کيڼ اړخی ګوند د آلمان د افغانستان پوځي ماموريت ته يو« جنګي ماموريت» وايي او له سره ورسره مخالف ؤ او وروسته له دي به هم د هغه د مودې د اوږدولو مخالفت وکړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل