المانیان د یووالي ورځ لمانځي
۱۳۹۱ مهر ۱۲, چهارشنبهاعلان
المانیان نن د خپل یووالي ورځ لمانځي. تر نن څخه ۲۲ کال مخکې په همدې ورځ ختیځ او لویدیځ المان سره یو ځای شول.
هر کال په دې ورځي د المان په یوه ښار کې جشن په لاره اچول کیږي چې سږنۍ جشن په مونشن ښار کې جوړ شوی دﺉ.
د المان ولسمشر یواخیم ګاوک او د دې هیواد صدراعظمه انګلا میرکل د دې مراسمو د ۱۵۰۰ رسمي میلمنو په ډله کې دي.
پر مونشن سربیره د المان په نورو ښارونو کې هم واړه جشنونه په لاره اچول شوي دي.
په المان کې میشت مسلمانان به د ټولو په مخ د شاوخوا ۶۰۰ مسجدونو دروازې پرانیزي. د سږني جشن اصلي موضوع اسلامي هنر او فرهنګ دﺉ.