1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المانی وزیر د غالۍ له امله تر فشار لاندې دﺉ

۱۳۹۱ خرداد ۱۹, جمعه

د المان د پرمختیایي چارو وزیر دیرک نیبل، وروسته له هغې تر نیوکو لاندې راغلی دﺉ چې په افغانستان کې یوه رانیول شوې غالۍ ئې په هوايي ډګر کې محصول کړې نه ده.

https://p.dw.com/p/15ApU
انځور: dapd

د صدراعظمې انګلا میرکل په ائتلافي کابینه کې د لیبرال دیموکرات له ګوند څخه دیرک نیبل چې د پرمختیایي چارو وزیر دئ افغانستان ته د مارچ په میاشت کې پخپل سفر کې په شخصي پیسو ځان ته یوه افغاني غالۍ چې نهه متره مربع ده رانیولې وه.

دیرک نیبل دا خبره مني چې د المان استخباراتي ادارې BND پرته له دې چې دغه غالۍ په ګمرک کې محصول کړي، المان ته انتقال کړې ده.

د پرمختیايي چارو وزارت وویل چې د مې په شلمه له کابل څخه برلین ته د المان د استخباراتي ادارې د مشر د سپرلۍ په الوتکه کې د نوموړې غالۍ لیږدونه د «یوې رسمي مرستې پر اساس نه بلکې د شخصي غوښتنې» پر اساس شوې ده.

د رپوټ له مخې نیبل دغه غالۍ د مارچ په میاشت کې د تقریبا ۱۱۰۰ یورو شخصي پیسو په بیه راونیولې وه او هغه ئې په کابل کې د خپل هیواد په سفارت کې پرایښې وه. ځکه هغه نه شو کولای چې دغه غالۍ د خپل هیواد پر لور په ټاکلي پرواز کې له ځان سره ولیږدوي.

«د شپیګل آن لاین» په رپوټ کې راغلي دي چې کله چې غالۍ د المان د پلازمینې برلین هوایي ډګر ته ورسیده بیا یوه موټر چلونکي هغه تر لاسه کړې ده. د پرمختیایي چارو وزارت وویل چې د یوې «غلط فهمۍ» له امله غالۍ سمدلاسه د ګمرکي مقرراتو څخه تیره شوې نه ده. د وزارت د وینا له مخې په همدې اونۍ کې د غالۍ د محصول اسناد چمتو شول او هغه به له مقرراتو سره سم تحویل شي.

خو د المان د حکومت اپوزیسیون موضوع کلکه نیولې ده او له نوموړي وزیر څخه نور زیات وضاحت غواړي. د سوسیال دیموکرات له ګوند څخه توماس آوپرمن وایي: «وزیر باید روښانه کړي چې دغه تاوان چې له دې امله رامنځ ته شوی دئ، څه ډول جبران کوي.»

دیرک نیبل ټینګار لري چې د مقرراتو له مخې به هغه د ګمرګ محصول تحویل کړي. هغه شپیګل آن لاین ته وویل: «زه خواشینی یم چې د ګمرکي محصول په تحویل کې لږ څه ځنډ راغی. ما تل هڅه کړې ده چې پخپل مقام کې زما د قانوني دندو او شخصي مسائلو ترمنځ توپیر وکړم او قانون او مقرراتو باندې ټینګ ولاړ پاتې شم.»

د المان د حکومت بل سیاسي مخالف ګوند د ګروینن یا زرغون ګوند، هم نوموړی وزیر تر فشار لاندې نیولی دئ او ورڅخه ئې غوښتي دي چې له افغانستان څخه د دغې غالۍ د راغوښتلو ټول بشپړ جریان باید روښانه کړي.

د زرغون د ګوند د پارلماني چارو استازي فولکر بیک، وویل چې هغه له فدرالي شوری څخه غوښتنه کړې ده چې پر دې موضوع یوه غونډه جوړه کړي. بیک وویل: «موږ له وزیر څخه غواړو چې عامو خلکو او پارلمان ته د دغې غالۍ د راغوښتلو موضوع روښانه کړي.»

د المان صدراعظمې انګلا میرکل، د خپل ویاند له لارې رسنیو ته ویلي دي چې هغه پوهیږي چې د پرمختیایي چارو د وزیر له خوا د غالۍ د شخړیزې لیږدونې په هکله نیمګړتیا شوې ده. د حکومت ویاند شتیفان زایبرت، وویل: «صدراعظمه ډاډه ده چې وزیر به ژر تر ژره دغه نیمګړتیا په بشپړه توګه له منځه یوسي.»

هغه زیاته کړه چې دیرک نیبل له افغانستان څخه د راوړل شوې غالۍ د محصول د تحویلولو اعلان لا مخکې کړی دئ.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش