1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المانۍ محکمې د یورو د ژغورنې په صندوق کې د پیسو اچول ومنل

۱۳۹۱ شهریور ۲۳, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/167kn

د المان تر ټولو معتبرې محکمې له دې سره موافقه ښودلې ده چې د یورو د ژغورلو له پاره دې د ۵۰۰ میلیاردو یورو یو صندوق جوړ شي.

اته تنو قاضیانو همداراز ویلي دي چې المان کولای شي چې په دې صندوق کې تر ۱۹۰ میلیاردو یورو پورې پیسې ورواچوي.

تر دې پریکړې وروسته د المان صدراعظمې وویل چې له دې سره المان اروپا ته د متعهد پاتې کیدو یو قوي پیغام واستوه.

هغې زیاته کړه چې دا د المان او اروپا له پاره یوه ښه ورځ ده. میرکل وویل چې دا د الماني مالیه ورکوونکو له پاره هم یو ښه خبر وو چې د هغې په خبره اوس مطمین شوي دي.

د دې خبر تر خپریدو وروسته په مالي بازارونو کې د یورو بیه تر بل هر وخت ډیره لوړه شوه.