1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المانۍ نجلۍ له اته کاله بند وروسته ازاده شوه

۱۳۹۱ خرداد ۸, دوشنبه

یوه المانۍ نجلۍ چې ویل کیږي د یوې بوزنیایي کورنۍ له خوا د اتو کلونو له پاره د نوکرې په توګه ساتل شوې وه او ورسره بد چلند شوی وو اوس د دغۍ کورنۍ له قید څخه ازاده شوې ده.

https://p.dw.com/p/153OD
انځور: picture-alliance/dpa

چارواکي وایي چې دا نجلې د یوې بوزنیايي ښځې او میړه له خوا اته کاله مخکې خپل کور ته بیول شوې وه او هلته ورسره ناوړه او غیرې انساني چلند شوی وو. دا میړه او ښځه د بوزنیا په کالیسيجا سیمه کې اوسیدل.

دغه نجلۍ اوس د بوزنیا د پولیسو له خوا ازاده شوې ده. بوزنیايي چارواکو ویلي دي چې هغه ښځه او میړه چې دا المانۍ نجلۍ ئې د اتو کلونو له پاره په بند کې ساتلې وه اوس د پولیس په بند کې دي او د څیړنو له بشپړیدو وروسته به د هغوی پر وړاندې نور قانوني اقدامات وشي.

ازاده شوې المانۍ نجلۍ اوس ۱۹ کلنه ده او یوه امن ځای ته لیږدول شوې ده. د بوزنیا پولیسو له هغه وروسته د دې نجلۍ د ازادولو په عملیاتو لاس پورې کړ چې یوه گاونډي پولیسو ته د هغې د وضعیت په اړه خبر وکړ.

پولیسو لا تر اوسه پورې د ازادې شوې المانۍ نجلۍ هویت نه دئ بربنډ کړی. د پولیسو یوه ویاند ویلي دي: «هغوی دا نجلۍ به بند کې ساتله. هغې ته به ئې اجازه نه ورکوله چې له نورو خلکو سره په تماس کې شی، او ښوونځي ته به ئې هم نه پریښوده. هغوی له دې نجلۍ سره غیرې انسانې چلند کاوه او هغه به ئې ربړوله.»

هغه گاونډي چې د دې المانۍ نجلۍ په اړه ئې پولیسو ته خبر ورکړی دئ ادعا کوي چې ده پر دې نجلۍ باندې له شوو ظلمونو څخه یو څه ظلمونه لیدلي دي: «هغوی به دا نجلۍ د اسانو په ځای کې بندې کوله او بیا به ئې پر خندل.»

دغه گاونډی چې مکالي نومیږي وایي چې دې ښځې او میړه به همدا راز یرغمل شوې نجلۍ دې ته مجبوره وله چې هغه کراچۍ کش کړي چې دوی دواړه به پکښې سپاره ول. مکالي ویلي دي چې دا لومړی ځل نه وو چې هغه پولیسو ته د دې وضعیت په اړه خبر ورکړی وو:

«کله چې به ما پولیسو ته خبر ورکړ، نو هغوی به دغه نجلۍ په داسې ځای کې پټه کړه چې پولیسو به نه شوای پیدا کولای. په وروستي ځل ما دا نجلۍ د مې د میاشتي په ۱۵ نیټه ولیده. ما د خپل گرځنده تیلیفون په واسطه د هغې یو انځوا واخیست او هغه مې پولیسو ته وښود. ما نه شوای کولای چې دا نجلۍ نوره د ربړونې په حال کې ووینم.»

د رسنیو د رپوټونو په خبره، دغه المانۍ نجلۍ په ۲۰۰۴ کال کې له خپلې مور سره یو ځای بوزنیا ته راغلې وه. ویل کیږي چې د دغې نجلۍ مور پخوا د هغه چا ښځه وه چې اوس د بوزنیا پولیسو د دې نجلۍ د ربړونې په تور نیولی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم