1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان او افغانستان ستراتيژيک سند لاسليک کړ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه

ولسمشر کرزي له المان سره ستراتيژیک تړون لاسلیک کړ. د المان لومړۍ وزيري له افغانستان سره د کاله د ۱۹۰ میلیونه ډالرو مرستو ژمنه هم وکړه.

https://p.dw.com/p/14wNS
انځور: Reuters

ولسمشر کرزي او د المان صدراعظمي انگلا میرکل د ستراتیژیک سند تر لاسلیکولو وروسته په برلين کي یوې خبري غونډه ته را څرگند سول. ولسمشر کرزي وویل چي افغانستان کولای شي چي له خپلي بودجې څخه د ۵۰۰ میلیونو ډالر په ارزښت د افغان امنیتي ځواکونو لگښونه پر غاړه واخلي او پاته برخه به ئې د المان په گډون نور هیوادونه افغانستان ته ورکړي.

کرزي د المان ستاینه وکړه او ویویل چې دغه هیواد د نورو هیوادونو په پرتله له افغانستان څخه ډیر ملاتړ کړی دئ او د افغانستان د فرهنگ درناوی کوي. هغه الماني پانگوال په افغانستان کي پانگه اچوني ته راوبلل:

«الماني پانگوال دي افغانستان ته راشي او زموږ له طبيعي منابعو څخه دي گټه پورته کړي.»

د المان صدراعظمي انگلا میرکل یو ځل بیا وویل چي نړیواله ټولنه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان یوازي نه پر يږدي او له دې هیواد سره به مرسته وکړي چي پر خپلو پښو باندي ودریږي. هغې وویل چي هیواد ئې ژمن دئ چي له افغان امنیتي ځواکونو سره هر کال ۱۵۰ میلیونه یورو مرسته وکړي:

«موږ له افغانستان سره مرستي کوو چي دغه هیواد پر خپلو پښو ودريږي. تیري تيروتني به بیا تکرار نه شي او افغانستان به یوازي پرې نه ښودل شي.»

د افغانستان او المان تر منځ ستراتیژیک سند به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د دې دواړو هیوادونو اړیکي تعریف کړي.

ولسمشر کرزی به له المان څخه د ناټو په غونډه کي د گډون له پاره متحده ایالاتو ته سفر وکړي. په پلان کي ده چي د رواني میاشتې پر ۲۰ او ۲۱ نیټو د شیکاگو کي د ناټو عمومي غونډه جوړه شي چي افغانستان ئې هم د بحث یوه مهمه موضوع جوړوي.

تر دې مخکي استرالیا هم ژمنه کړې ده چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د درو کلونو له پاره له افغانستان سره هر کال ۱۰۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي. المان به دا مرستي له افغان امنیتي ځواکونو سره وکړي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته وتوانیږي د خپل هیواد امنیتي چاري پر مخ بوزي.

د المان او افغانستان د ستراتیژیک سند له مخې به تر ۲۰۱۴ کال و روسته د افغانستان او المان اړیکې تعریف شي.
د المان او افغانستان د ستراتیژیک سند له مخې به تر ۲۰۱۴ کال و روسته د افغانستان او المان اړیکې تعریف شي.انځور: Reuters

المان اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰۰ سرتیري لري خو په افغانستان کې د دې هیواد له عملیاتو څخه ملاتړ په وروستیو کې راکم شوی دئ.

د یوگو نومي سازمان له خوا د یوې تر سره شوي سروې پایلي ښيي چې ۶۵.۳ سلنه کسان غواړي چي له افغانستان څخه دي الماني سرتیري تر ۲۰۱۴ کال مخکې را ووزي. یوازي ۲۰ سلنه کسانو ویلي ول چي ښایي دا یو ښه کار وي چي الماني ځواکونه د جوړ شوی پلان له مخي له افغانستان څخه راووزي.

د المان او افغانستان تر منځ ستراتیژیک سند له مخي، المان پر نورو برخو سربيره له افغانستان سره په پرمختیایي او روزنیزو برخو کي هم مرستي وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل