1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان او فرانسه د پخلاينې پنځوسمه کليزه لمانځي

۱۳۹۱ تیر ۱۸, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15TbA

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د المان لومړۍ وزيره انگېلا مېرکل نن په گډه سره د دواړو هيوادونو د پخلاينې پنځوسمه کليزه لمانځي. دواړه مشران به د فرانسې په رېمس ښار کي په يوه کليسا کي په گډه عبادتي لمانځنه کي برخه واخلي.

په همدغه ښار کي پنځوس کاله تر مخه يعني د ۱۹۶۲م کال د جولایي په اتمه نېټه د هغه وخت فرانسوي او الماني ولسمشرانو شارل دې گول او کونراد آدناور سره ليدلي ول. دغه ليدنې په دې تاريخي اهميت درلود چي د دويمي نړیوالې جگړې وروسته په دغه کتنه کي دواړه هيوادونه سره پخلا سول.

د دغې ليدنې څخه یوازې څو مياشتي وروسته د پاريس په ايليزې ماڼۍ کي دواړو هيوادونو د دوستې يو تړون سره لاسليک کړ. د مېرکل اړيکي د فرانسې د تېر ولسمشر نيکولاس سارکوزي په پرتله د نوي ولسمشر فرانسوا اولاند سره زياتي سړې دي. په زياته بيا د يورو د ژغور په موضوع کي دواړه بېلا بیل نظرونه لري.