1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان ته د تروريستانو تهديدونه ډير سوي دي

۱۳۸۷ اسفند ۲۸, چهارشنبه

آيا داډول ګواښمني ويډيو ګاني په لومړي پړاو کي پروپاګند او لاپي دي او که جدي خطر؟ لکه څنګه چي يې د جنوبي آسيا راډيويي ستډيو تاييد کړيدی، جرمني د اسلامي ترهګرو په ليست کي دی...

https://p.dw.com/p/HEmX
په پيغام کي راغلي چي په سلهاوو مخ پټي کسان مړيني ته تيار ناست دي څوپه اصطلاح د لويديځ له کافرانوسره وجنګيږي
په پيغام کي راغلي چي په سلهاوو مخ پټي کسان مړيني ته تيار ناست دي څوپه اصطلاح د لويديځ له کافرانوسره وجنګيږيانځور: AP Graphics

هر وخت چي په آلماني ژبه يوه نوې ترهګريزه ويډيو را څرګنده سي، بيا يې نو د جرمني د جنايي جرمونو د ادارې کارپوهان په ځيرګوري. لکه دوې اونۍ مخکي،چي کله دوی د اينټرنيټ د لاري ګواښونه واوريدل:

«بالاخره د مرګ څخه د وروسته ژوند له پاره پريکړه وکړۍ، او ځان د ټيټو شيانو څخه خلاص کړی»

دا په آلماني ژبه نوې ويډيو ده چي دوه نارينه پکښي ترهګرو بريدونو ته بلنه ورکوي. لکه څنګه چي د آلمان د جنايي جرمونو ادارې د اې آر ډي د راډیو، جنوبي ستډيو ته ددې خبري تاييدکړيدی، دغه ويډيو د فبرورۍ د مياشتي په پای کي راوتې ده- دا څېړل سوې او د خطر د عمومي اټکلونو په انبار کي ايښودل سويده.

دادواړه نارينه الماني مراکيشيان، د بن له ښار څخه دي. دا په آلماني ژبه لومړنۍ ويډيو نه ده، ددې کال د جنورۍ په مياشت کي لا دغه پيغام څرګند سوی و:

«د الله له پاره ځان قربانول، د 1993 کال څخه زما هيله وه.»

دا سړی هم جنايي ادارو ته آشنا دی- ابو تلهه چي د «آلماني» په نامه ياديږي. ښايي دی د القاعدې يو له لارښودونکو غړو څخه يي. لکه څنګه چي د جرمني جنايي ادارې وايي، دواړه ويډيو ګاني د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سيمي کي ثبت سوي دي، چي د القاعدې او طالباب ترهګر له خپلو بريدونو وروسته ځانونه پټوي- او ددوی د زده کړو او تمرينونو هډې دي.

په افغانستان کي پر بهرنيو ځواکونو د بريدونو د ډيروالي ګواښونه
په افغانستان کي پر بهرنيو ځواکونو د بريدونو د ډيروالي ګواښونهانځور: AP

په پيغام کي راغلي چي په سلهاوو مخ پټي کسان مړيني ته تيار ناست دي څوپه اصطلاح د لويديځ له کافرانوسره وجنګيږي. دغه ويډيوهم د افغانستان او پاکستان تر منځ پولو کي ډکه سوېده.د طالبانو په هکله کارپوه احمد رشيد وايي چي دا ناڅاپي يا تصادفي نه ده:

«د نړۍ د ټولو لويو ترهګرو بريدونو پل د افغانستان او پاکستان تر منځ پولو ته تعقيبيږي، ټول ګډون کوونکي يو وخت نه يو وخت په پاکستان کي ول.»

آيا داډول ګواښمني ويډيو ګاني په لومړي پړاو کي پروپاګند او لاپي دي او که جدي خطر؟ لکه څنګه چي يې د جنوبي آسيا راډيويي ستډيو تاييد کړيدی، جرمني د اسلامي ترهګرو په ليست کي دی،خو د بريدونو په هکله مشخصي نښي نښانې تر اوسه نسته.

د آلماني ژبي ترهګر تل د پارلماني ټاکنو په وخت کي د جرمني پر حکومت زور اچوي. لکه د جنورۍ د مياشتي په ويډيو کي.

«که آلمانان، چي زه فکر نه کوم، دومره خوشباور او نحيف وي چي سوچ وکړي ددريم سترپوځي ځواک په وړاندي کولو، ځانته پاته سي، نو د آلمان په پارلمان کي د آلماني سياستوالو ځای غلط دی.»

خو عملي بڼه بل ډول ده. د آلمان حکومت اوس پريکړه کړيده چي په راتلونکي دوبي کي نور 600 سرتيري افغانستان ته واستوي.