1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: د افغانستان څخه وزو، خو طالبانو ته يې نه پريږدو

۱۳۸۹ دی ۲۰, دوشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير وايي، هيواد يي له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د وتلو پر پلان کار کوي خو دغه ملک به بيرته د طالبانو لاس ته لويدو ته پرينږدي.

https://p.dw.com/p/QpJ2
د المان او د افغانستان د بهرنيو چارو وزيران زلمی رسول او ګيدو ويستر ويله
د المان او د افغانستان د بهرنيو چارو وزيران زلمی رسول او ګيدو ويستر ويلهانځور: dapd

ګيدو ويسترويله د يکشنبې په ورځ له پاکستان څخه کابل ته تللی.

نوموړي په کابل کي د يوې خبري غونډي پرمهال روان ۲۰۱۱کال افغانستان ته ډير مهم او افغان حکومت ته له مسوليتونو ډک وباله.

اوس داسي ويل کيږي چي آلمان له افغانستان څخه د خپلوسرتيرو د وتلو پلان جوړ کړی دی، او ټاکل سوې دغه پلان د رواني مياشتي پر اته ويشتمه نېټه د دغه ملک پارلمان ته د تصويب لپاره واستول سي.

خو له هغه مخکي بايد د صدرعظمي انګيلا ميرکل د کابينې له لوري هم تصويب سي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير وايي پلان لري په همدي روان کال کي افغان عسکرو ته د مسوليتونو لړۍ له دوي څخه هم پيل سي.

«موږ غواړو په ۲۰۱۱کال کي افغان ځواکونو ته د مسوليتونو د سپارلو لړۍ پيل کړو، او دا به تر ۲۰۱۴ کال پوري بشپړه سي، خو افغانستان به تر ۲۰۱۴کال وروسته هم يوازي پرينږدو».

جرمن وزير د خپلو خبرو پرمهال په افغانستان کي له ادارې فساد سره مبارزه د افغانانو د حقونو د خوندي کولو لپاره مهمه وبلله او په له مينځه وړلو يي ټينګار وکړ.

اداري فساد هغه مسله ده چي اوس يي يوازي د افغانانو نه بلکي په افغانستان کي د ښکيلو ټولو ملکونو انديښنه را پارولي ده.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير د خپلو خبرو پرمهال په افغانستان کي د آواکس اکتشافي الوتکوپه احتمالي پيليدونکي ماموريت کي د خپل ملک ښکيلتوب رد کړی.

ويسترويله وويل چي دوی به د ناټو په دغه ماموريت کي برخه وانخلي خو خپل ډير پام به د افغانستان بيا رغوني ته واړوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول خپل آلماني سيال ته ډاډ ورکړ چي افغان حکومت له فساد سره په مبارزه کي ژمن دي.

« له اداري فساد سره مبارزه ډيره جدي ده، دا د افغانستان د خلکو په خير ده، دا د ديرشو کلونو جګړې ميراث دی، او موږ ژمن يوچي اداري فساد جرړي به باسو».

د آلمان ډير سرتيري د افغانستان په شمالي کندز، بغلان او بدخشان ولايتونو کي ديره دي.

کله چي له هغوي څخه افغان عسکرو د مسوليتونو خبره کيږي افغان پوځي قوماندان د خپلو سرتيرو لپاره د پرمختللو تجهيزاتو غوښتنه کوي.

په شمال کي د پوليسو مشرتابه وايي چي دوی د ناټو په معيار برابرو تجهيز له درلودو پرته د مسوليتونو اخيستلو ته چمتوندي.

په شمال کي د۳۰۳ آسمايي پوليسو قوماندان جنرال داود دواد وايي چي بهرنيان بايد افغان ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال کړي تر څو د هغوی تشه ډکه کړي.

د يادولو وړ ده چي د آلمان د بهرنيو چارو وزير چي له پاکستان څخه دغه افغانستان ته ستون سوی وو له خپل افغان سيال زلمي رسول سره د ليدو پر مهال افغانستان ته د خپل هيواد اولس مليونه ډالره پور هم وروباښه.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل