1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د بشري حقونو د شورا غړی شو

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۱ آبان ۲۳, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې پريکړه وشوه چې المان به له ۲۰۱۳ کاله وروسته د درو کلونو له پاره د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا غړيتوب ولري. د المان تر څنګ ۱۷ نورو هیوادونو هم د دې شورا غړیتوب تر لاسه کړ.

https://p.dw.com/p/16hfa
انځور: picture-alliance/dpa

د ملگرو ملتونو عمومي غونډې د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۱۲مه) دغو هیوادونو ته د بشري حقونو د شورا غړيتوب ورکړ.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا چي په ۲۰۰۶ کال کې تاسيس شوه، ۴۷ غړي لري چې په يوه ځانگړي سيستم سره د نړۍ له بېلابېلو سيمو څخه غوره کيږي. دغه شورا د ملگرو ملتونو د غړو د اساسي حقونو د ساتلو څارنه کوي.

د غربي هیوادونو له ډلې څخه پنځه نوماندان

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا د درو څوکيو له پاره د لوېديځو هيوادونو له ډلي څخه پنځه هيوادونونه کانديد شوي ول. متحده ايالات چي اوس هم د دغي شورا غړيتوب لري، د ۱۳۱ رايو په گټلو سره د درو نورو کلونو له پاره هم د دې شورا د غړي هیواد په توګه پاتې شو.

د امریکا تر څنګ المان هم د دې شورا غړی شو. دریم غربي هیواد چې وتوانید د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړیتوب تر لاسه کړي، ایرلند دی. دغه هیواد ټول ټال ۱۲۴ موافې رایې تر لاسه کړې او په دې ترتیب سره د دې شورا غړی شو. دا په داسې حال کې ده چې سویډن او یونان په شورا کې د کافي رایو په ګټولو و نه توانیدل.

په څلورو نورو ډلو کې د نومول شوو هیوادونو شمیره د څوکیو له شمیرې سره مساوي وه. د بشري حقونو یو شمیر فعالانو د دغه وضعیت له کبله نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې د دغو هیوادونو په ډله کې داسې هیوادونه هم شامل دي چې خپله د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو باندې تورن دي.

«پر المان باندې د باور نښانې»

د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له خوا المان ته د مثبتې رایې ورکول «پر دې هیواد باندې د بارو شتون او په نړیواله کچه د بشري حقونو په برخه کې د المان ښکیلتیا» وبلله.

ویستر ویله وویل چې د بشري حقونو شورا د المان له پاره یو داسې نړیوال سازمان دی چې په نړیواله کچه له بشري حقونو څخه ساتنه کوي. د ویستر ویله په خبره د بشري حقونو ساتنه د المان د بهرني سیاست اصلي محور دی.

د بشري حقونو د فعالو ډلو نیوکې

د بشري حقونو یو شمیر نړیوالو سازمانو لکه د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار او ازدي خونې د اتلس ټاکل شوو هیوادونو له ډلې څخه، پر نیمو یې نیوکه وکړه ځکه د دغو سازمانونو په حواله دغه ټاکل شوي هیوادونه په خپله د بشري حقونو په تر پښو کولو باندې تورن دي.

دې سازمانونو د برازیل، کینیا او سیرالیون هیوادونه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړیتوب یې تر لاسه کړی دی د بشري حقونو د ارزښتونو په مراعتولو کې «مشکوک» وبلل. دا په داسې حال کې ده چې دې سازمانونو د ایتوپیا، عاج ساحل، ګابن، قزاقستان، پاکستان، عربي اماراتو او وینزویلا هیوادونه د بشري حقونو د شورا د عضویت له پاره په بشپړه توګه نامناسب بللي دي.