1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: د بهرنيو هيوادونو سره د مرستي په بودجه کي لږوالی راځي

۱۳۸۹ مرداد ۱۷, یکشنبه

د جرمني حکومت غواړي چي په راتلونکي کال کي بهرنيو هيوادونو ته د بشري مرستو په ورکړه کي ۲۰٪ لږ والي راولي.

https://p.dw.com/p/Oevm
په دې اړه د المان مرستندیو ادارو خپله اندېښنه ښودلې ده
په دې اړه د المان مرستندیو ادارو خپله اندېښنه ښودلې دهانځور: picture alliance / dpa

د جرمني د فوکس مجله ليکي چي، د المان د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۱۱ کال د بودجې په مسوده کي د بحراني يا مصيبت حالت د پاره ۷۶،۸ ميليونه يورو په پام کي نيولي.

د مجلې د راپور له مخه په دې اړه ۱۴ الماني مرستندويه ټولنو خپله اندېښنه ښودلې ده.

د کاريتاس او الماني سره صليب ادارې ويلي دي چي، د بهرنيو چارووزارت په دې ملاتړسره چي ادارې کار يې موږ په غاړه اخلو، د نړۍ په بيلا بيلوسيمو کي په ځانگړې توگه په هغه سيمو کي چي د پامه غورځول سوي دي، عاجلي مرستي رسوو.

فوکس مجله د جرمني د پراختیايي مرستو د وزارت په خبره ليکي چي د اوږ مهاله مرستو د ترلاسه کولو هيوادنو په کتارکي په ۲۰۰۹ کال کي افغانستان تر ټولو لومړی و.

د وزارت د وياند په خبره د مرستو په دغه بهير کي افغانستان ته په يوه کال کي ۱۳۲ ميلیونه يورو ورکړل سوي. او په دوهم کتارکي هند د ۹۰ ميليونو سره راځي.

« هندوستان زموږ څخه پور تر لاسه کوي او هغه بيا بيرته راکوي.»

د جرمني څخه د اوږدمهال پراختیايي مرستو د ترلاسه کولو نور هيوادونه د کانگو ډيموکراټيک، ويټنام او مصر هيوادونه دي. المان دغو ټولو هيوادونو ته تقريباً ۲،۲۸ مليارده يورو ورکوي.

ag/ زيارمل

کتونکی: احمد ولي اڅګزی