1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د ماشومانو د سنتولو په برخه کې قانون تصویب کړ

۱۳۹۱ مهر ۲۰, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16NjD

د المان حکومت د چهار شنبې په ورځ هغه قانون تصویب کړ چې له مخې ئې په دې هیواد کې د ماشومانو سنتول قانوني بلل کیږي.

تر دې مخکې د المان په کولن ښار کې یوې محکې دغه کار جرم بللی وو چې له کبله ئې په المان کې میشتو مسلمانانو او یهودانو کلک غبرګون ښکاره کړ.

اوس په المان کې میشتو مسلمانانو او یهودانو د دغې پریکړې هرکلی کړی دﺉ. د المان د عدلیې وزارت ویلي دي چې د نوي قانون له مخې په المان کې دیني ازادي او د ماشومانو روغتیا ډواړه په پام کې نیول شوي دي.