1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د نړۍ دریم د وسلو صادرونکی هیواد دئ

۱۳۹۰ اسفند ۲۹, دوشنبه

د ستاکهالم د سولي د نړیوال څیړنیز انستیتوت د کلني رپوټ له مخي المان په نړۍ کې د وسلو د صادرونکو هیوادونو په ډله کې دریم ځای لري. په رپوټ کې راغلي دي چې ډیري وسلي اسیایي هیوادونو ته صادریږي.

https://p.dw.com/p/14Mdz
انځور: picture alliance / dpa

د ستاکهالم د سولي نړیوال څیړنیز انستیتوت (SIPRI) یو رپوټ ښيي چې المان په نړۍ کې د وسلو د صادرونکي هیواد په توګه تر متحده ایالاتو او روسيې وروسته دریم ځای لري.

د خپور شوي رپوټ له مخي المان د نړۍ نهه سلنه وسلې صادروي. تر المان مخکي د امریکا متحده ایالات ۳۰ سلنه او روسیه ۲۴ سلنه وسلي د نړۍ نورو هیوادونو ته صادروي.

د رپوټ له مخي د المان ډیر پوځي صادرات د اوبو لاندي کښتۍ او یو ډول پوځي کښتي دي. په رپوټ کې راغلي دي چې یونان، جنوبي کوریا او جنوبي افریقا د وسلو په صادراتو کې تر ټولو مهم ملګري دي.

د ستاکهالم د سولي نړیوال څیړنیز انستیتوت ویلي دي چې په تیرو پنځو کلونو کې د وسلو په وارداتو کې ۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی دئ. په رپوټ کې راغلي دي چې اسیایي هیوادونه د نړۍ تر نورو هیوادونو ډیري وسلې واردوي.

په تیرو پنځو کلونو کې یوازي هندوستان ته ۱۰ سلنه وسلې صادري شوي دي. تر هندوستان وروسته جنوبي کوریا شپږ سلنه، چین او پاکستان پنځه سلنه او سنګاپور څلور سلنه وسلې واردې کړي دي.

چین په وروستیو کلونو کې لږي وسلې وارد کړي دي ځکه چې دغه هیواد غواړي پخپله وسلي تولید کړي. په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې چین په نړۍ کې تر ټولو نورو هیوادونو ډیري وسلې وارد کړې وې.

د سوریې وسله وال کول

په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې سوريې د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کلونو په منځ کې ډیرې وسلي واردي کړي دي. یوازي روسیې دغه هیواد ته ۷۲ سلنه وسلي صادري کړي دي.

روسیه اوس هم د سوریې ملاتړ کوي او د دغه هیواد د رژیم پر وړاندي ئې د ملگرو ملتونو د اعلامیې مخه نیولې ده.

فرانس پرس، اسوشیتد پرس، د المان خبري آژانس/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض