1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان غواړي د افغان پوليسو نوره روزنه وکړي

۱۳۸۹ مرداد ۳۱, یکشنبه

المان پدې هکله فکر کوي چي د اوږد مهال لپاره په افغانستان کي خپل پوليس روزونکي پاته کړي.

https://p.dw.com/p/OtXG
انځور: picture-alliance/dpa

د المان حکومتي معين توماس ديميزېير چي د مسيحي ډيموکراټ گوند سياستوال دی ويلي دي چي که د افغانستان حکومت وغواړي نو المان به خپل پوليس روزونکي د 2014 م ميلادي کال وروسته هم په افغانستان کي پريږدي.

افغان حکومت ويلي دي چي تر 2014 م ميلادي کال پوري به د دغه هيواد کورني امنيتي ځواکونه د دې جوگه سوي چي د هيواد د امنيت دنده په غاړه واخلي.

ديميزير په خپلو څرگندونو کي دا نده روښانه کړې چي د الماني پوليس روزونکو شمېر به څو وي، چي په افغانستان کي به پاته کيږيږ. هغه همدې پوښتنې ته په جواب کي وويل:

«دا چي دغه پوليس روزونکي به درې، پنځه او که به شل او يا هم بل شمېر وي اوس يې په هکله څه نه سم ويلای.»

د تيرو اتو کالو راهيسي الماناني روزونکي په افغانستان کي د افغان پوليسو په روزلو بوخت دي. د روان مېلادي کال په لومړۍ برخه کي په افغانستان کي د پوليس روزونکو شمېر د 170 څخه و 250 ته لوړ سو.

ديميزير وايي چي دی اټکل کوي چي د افغان حکومت لخوا د امنيت د دندې په غاړه اخيستلو وروسته به الماني روزونکي د افغان پوليسو افسران وروزي. په پام کي نيول سوې چي تر 2014 م ميلادي کال پوري د افغانو پوليسو شمېر 134000 ته ورسول سي.د هغه په خبره د افغان پوليسو يوه ستونزه اداري فساد او رشوت هم دی.

په شمالي افغانستان کي د ايساف ځواکونو قومندان تورن جنرال هانس وېرنر فريڅ د وېلټ ام زونټاگ و المانۍ ورځپاڼي ته ويلي دي چي په تيرو مياشتو کي د افغانستان پوځي ماموريت خپل اوج ته رسېدلی دی.

د نوموړي په وينا په وروستيو وختونو کي په شمال کي هم د امنيت وضع کړکېچنه سوېده. فريڅ زياته کړېده چي بيا هم د بيا رغونې په ډگر کي ډېر پرمختگونه سوي دي.

ده ويلي دي چي اوس ايساف د سپتمبر پر 18 د پارلماني ټاکنو د امنيت نيونې لپاره چمتو والی نيسي. د ايساف قومندان ويلي دي چي په مزاره شريف او کندوز کي يې له مخه لا 650 ځانگړي عسکر د امنيت ساتنې په دنده گمارلي دي.

ليکونکی: احمدولي اڅکزی

کتونکی:نجيب الله زيارمل