1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان له افغانستان سره د میلیاردونو یورو د مرستو ژمنه وکړه

۱۳۹۱ تیر ۱۵, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15RVM

د المان حکومت افغانستان ته تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د میلیاردونو مرستو وعده ورکړه. د دغې ژمنې په ورکولو سره د المان د پرمختیایي چارو وزیر دیرک نیبل د یکشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د توکیو په کنفرانس کې برخه اخلي.

نیبل وویل چې دوی به له افغانستان سره د بیا رغاونې په برخه کې په کال کې شاوخوا د نیم میلیارد یورو مرسته وکړي. ده زیاته کړه چې افغانستان یوه مارشال پلان ته ضرورت لري چې بیرته پر خپلو پښو ودریږي. نیبل به د توکیو په کنفرانس کې د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله سره به په ګډه برخه واخلي.