1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان له افغانستان سره د نورو مرستو اعلان وکړ

۱۳۹۱ شهریور ۲, پنجشنبه

د المان د پراختيايي چارو وزير ديرک نيبل پر افغان حکومت باندي ږغ کړی دئ، چي پخپله اداره کي اصلاحات راولي او له اداري فساد سره مبارزه نوره هم سخته او گړندۍ کړي.

https://p.dw.com/p/15vHe
انځور: picture-alliance/dpa

ديرک نيبل په کابل کي له افغان چارواکو سره په ليدنه کتنه کي يوار بيا پر دې خبره باندي ټينگار وکړ، چي د دوی او نړيوالو مرستي به له افغان حکومت سره د هغه شرط له مخي کيږي، چي د توکيو په کنفرانس کي له افغانستان سره د مرستي له پاره ايښوول سوی دئ.

د توکيو په نړيوال کنفرانس کي له افغان حکومت څخه په اداره کي د اصلاحاتو راوستلو او اداري فساد پرضد د مبارزې کلکه غوښتنه وسوه، او افغان حکومت ژمنه وکړه، چي دغه کارونه به کوي.

نيبل نن(۲۰۱۲ کال د گست ۲۳) په کابل کي له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په ليدنه کتنه کي په افغان اداره کي د اصلاحاتو راوستلو غوښتنه وکړه او زياته ئې کړه، چي المان خپلو مرستو ته ژمن دئ او په روان کال کي به له دغه هيواد سره ۱۷۵ ميليونه يورو نوره مرسته هم وکړي.

نيبل به د خپل سفر په جريان کي د نورو کارونو تر څنگ دغه راز د وسله والو ځواکونو، اقتصادي چارو له استازو او د بشري حقونو له فعالانو سره خبري اتري ولري.

هغه ويلي دي، چي د ده د دغه سفر هدف، افغانانو ته ډاډ ورکول دي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته کله چي نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه ووزي المان به خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه زياته کړې ده، المان له افغانستان سره د دوامداره مرستو له پاره خپل شرايط وړاندي کړي دي:

«زه هيله من يم چي افغان دولت به په خپلو چارو کي اصلاحاتو ته پراختيا ورکړي. دا هغه څه دي چي زموږ تر منځ همکاريو ته اعتبار ور بخښي.»

دغه الماني وزير ويلي دي، چي له افغان چارواکو سره د خبرو اترو اصلي موضوع د ښې حکومتوالي او قانون د حاکميت په اړه ده.

له هغه وخت راهيسي چي د المان دغه سياستوال د دغه هيواد د پراختيايي چارو وزير ټاکل سوی دئ، دا ئې افغانستا ته ۷ سفر دئ.

افغانستان ته د هغه وروستی سفر د روان کال د مارچ په مياشت کي وو، چي يو څه ستونزي ئې را پورته کړې.

نيبل پخپل وروستي سفر کي له افغانستان څخه په دولتي الوتکه کي يوه غالۍ له ځان سره را وړې وه. جنجال پردې باندي وو، چي له دولتي امکاناتو څخه بايد شخصي کار وا نه خيستل سي او گمرکي محصول ئې بايد ورکړی وای.

د صدراعظمي انګيلا میرکل په ائتلافي کابینه کي د لیبرال دیموکرات گوند استازي دیرک نیبل چي د پرمختیايي چارو وزیر دئ، افغانستان ته د مارچ په میاشت کي پخپل سفر کي په شخصي پیسو ځان ته یوه افغاني غالۍ چې نهه متره مربع ده رانیولې وه.

دیرک نیبل دا خبره مني چي د المان استخباراتي ادارې BND پرته له دې چې دغه غالۍ په ګمرک کي محصول کړي، المان ته انتقال کړې ده.

د پرمختیايي چارو وزارت وویل چې د می پر شلمه له کابل څخه برلین ته د المان د استخباراتي ادارې د مشر په الوتکه کي د دغي غالۍ لېږل د «رسمي مرستي پر اساس نه، بلکې د شخصي غوښتني پر اساس سوې ده.»

نیبل دغه غالۍ د مارچ په میاشت کي، تقریباً په ۱۱۰۰ یورو شخصي پیسو رانیولې وه او هغه ئې په کابل کي د خپل هیواد په سفارت کي پرې ایښې وه. ځکه هغه نه سوای کولای چي دغه غالۍ له ځان سره په ټاکلي پرواز کي وړې وای.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش