1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان له پلان شوي وخت څخه مخکې تخار پرېښود

۱۳۹۰ اسفند ۵, جمعه

په افغانستان کې له تاوتریخوالي څخه د ډکو مظاهرو په پایله کې په دغه هیواد کې د المان یوه پوځي اډه تر پلان شوي وخت یوه میاشت مخکې وتړله شوه. خو افغان چارواکي وایي چې د اډې تړل کیدل له مظاهرو سره تړاو نه لري.

https://p.dw.com/p/149LM
انځور: picture-alliance/dpa

له هغه وروسته چې د بګرام په پوځي اډه کې د امریکايي ځواکونو له خوا د قرآن شریف د سوځولو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه ډکې مظاهرې وشوې، المان د افغانستان د تخار ولایت په مرکز کې خپله پوځي اډه له ټاکل شوي وخت څخه یوه میاشت مخکي وتړله.

دا په داسې حال کې ده چې د تخار والي عبدالجبار تقوا، د جمعې په ورځ له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې دغه اډه د یوه پلان له مخې تړل شوې ده. د هغه په خبره د تالقانو په ښار کې نور د الماني ځواکونو شتون ته اړتیا نه لیدل کیده.

د تخار والي وویل چې د تالقانو د اډې پریښودل په افغانستان او د تخار په ولایت کې له مظاهرو سره تړاو نه لري. هغه زیاته کړه: «د اډې د پریښودلو تر شا علت مظاهرې نه دي. په هغه ځای کې چې د المانیانو اډه وه، د هغه د ځمکې قرارداد د مارچ په میاشت کې پای ته رسیږي. نو له همدې کبله دوی دغه اډه پريښوده.»

د تخار والي زیاته کړه چې د هغه په ولایت کې امنیتې وضعیت تر کنترول لاندې دئ. هغه وویل چې د دغه ولایت امنیتي مسئولیت د افغان ځواکونو په لاس دئ.

د تالقانو په پوځي اډه کې ۵۰ الماني سرتیري او یو شمیر پوځي تجهیزات موجود ول. اوس دغه سریتري او ټول پوځي تجهیزات د کندز پوځي اډي ته لیږدول شوي دي. کله چې له دغې پوځي اډې څخه الماني ځواکونه وتل، شاوخوا ۳۰۰ مظاهره کوونکي د دغې اډې په لور روان ول چې هلته خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

د بګرام په پوځي اډه کې د قرآن شریف د سوځیدو له کبله د امریکا ولسمشر بارک اوباما او په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان الین، د افغانستان له ولسمشر او خلکو څخه په رسمي توګه بخښنه غوښتې ده. دغو دواړو چارواکو ویلي دي چې دا پېښه په قصدي ډول نه ده رامنځ ته شوې.

د مظاهرو په ترڅ کې چې د سه شنبې ورځې راهیسي پیل شوي دي د دوه امریکایي سرتیرو په ګډون لږ تر لږه یوولس کسان وژل شوي دي. دغه دوه امریکایي سرتیري هغه وخت ووژل شول چې د مظاهرو پر مهال یوه وګړي چې د افغان امنیتي ځواکونو جامې ئې پر تن درلودې پر هغوی ډزې وکړې.

مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض