1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: په افغانستان کي د ماموريت موده نوره هم غځوو

۱۳۸۹ آذر ۳, چهارشنبه

د المان د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ تيره ورځ په برلين کي په د جنرال ديويد پيتريوس سره په کتلو کي يوار بيا پر دې باندي ټنګار وکړی چي ۲۰۱۴ کال د اړتيا په وخت کي په افغانستان کي د جنګي ماموريت وروستی کال نوي.

https://p.dw.com/p/QGgU
د المان د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ
د المان د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګانځور: dapd

ده د المان د دفاع د وزير کارل تيو دور څو ګوتنبيرګ سره د خپلي لومړۍ کتني وروسته، وويل چي د ايساف په ماموريت کي المان « يو مرکزي نقش » لري.

« تاسي بايد وپوهيږي چي د المان ونډه د ناټو د ماموريت او د نړۍ وال سوله ساتونکي ځواک لپاره څومره مهمه ده. زموږ شريکي هڅي زموږ او ايساف د نورو هيوادونو لپاره، چي زه يي مشري کوم، خورا مهمي دي. »

د المان د دفاع وزير ګوتنبيرګ خپل مېلمه ته ددي خبري ډاډ ورکړ چي دی به د افغانستان په ماموريت کي، په راتلونکي کي هم د المان د پوره مرستي څخه برخه من وي. اوس په افغانستان کي د المان کابو 5000 عسکر موجود دي.

« موږ په راتلونکو کلونو کي هم، په افغانستان کي د ماموريت موده تمويله وو. او ما دا خبره يو واري بيا هم روښانه کړه چي المان، د نړۍ والي ټولني سره د مرستي لپاره، ځان مکلف ګڼي. او د ناټو د غړي په توګه به په دې ماموريت کي خپله پوره ونډه اخلي.»

جنرال پيټريوس خپل هغه پلان تايد کړ چي له مخه يي غواړي په راتلونکو کلونو کي په افغانستان کي امنيتي چاري افغان ځواکونو وسپاري. د ايساف قومندان د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو کومه ټاکل سوې نيټه په ګوته نه کړه. خو دې ته يې اشاره وکړه چي د افغانستان په اړه ددوی په تګ لاري کي بدلون ممکن دی.

« په افغانستان کي داسي سيمي وې چي هلته موږ په اصل کي د امنيت د ټينګولو لپاره يو کنډک تعينات کړي وو. اوس هلته ډيری افغان پوليسو او عسکرو دا دنده په غاړه اخيستې او موږ کولای سو چي خپل عسکر د دهغه ځايونو څخه وباسو او هغو ځايونو ته يې وليږو چي هلته لا ډير کار ته اړتيا ده.»

دا چي په افغانستان کي به د ناټو دنده لا ډير دوام وکړي په دي خبره ګوټنبيرګ هم شک ښکاره نه کړ.

« په دې مورد کي موږ يوي حقيقت بينانه کتني ته اړتيا لرو او زه فکر کوم د «زغم » ټکي به مونږ لا ډير وخت بدرګه کوي.» ګوټنبيرګ اخطار ورکړ چي موږ بايد غير حقيقي انتظارات ونه لرو ځکه چي د خوشبينه کيدو لپاره کومه موقع نه لرو.

مارسل/ برېښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل