1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان په امنيت شورا کي پر افغانستان تمرکز کوي

۱۳۹۱ شهریور ۱۶, پنجشنبه

په ملگرو ملتونو کي د المان استازي پیتر ویتیگ، د چهارشنبې په ورځ وویل، چي المان به د سپتمبر په میاشت کي په ملگرو ملتونو کي د افغانستان او منځني ختیځ په اړه لوی کنفرانسونه جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/164F5
انځور: Reuters

په دغه میاشت کي به المان د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري پرغاړه ولري.

په دې ترڅ کي به د سپتمبر پر ۲۰مه نېټه د افغانستان د امنیتي مسئولیتونو د لیږد په اړه یو کنفرانس جوړ شي. په پلان کې ده چي د ناټو ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري د ټول افغانستان امنیتي مسئولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري.

د افغانستان په اړه تر کنفرانس وروسته به د سپتمبر د میاشتي پر ۲۵مه نیټه د المان د بهرنیو چارو د وزیر گیدو ویستر ویله په مشرۍ به د عربي پسرلي او عرب لیگ په اړه هم یو کنفرانس جوړ شي.

دا په داسي حال کي ده چي د ویتیگ په خبره د سوریې موضوع د سپتمبر په اجندا کي شامله نه ده، ځکه چي د هغه په خبره اوس ملگري ملتونه په سوریه کي حضور نه لري. ملگرو ملتونو تیره میاشت له سوریې څخه خپل څارونکي راوغوښتل.

په ملگرو ملتونو کي د المان د استازي په خبره د سپتمبر د ۲۶مې نیټې په جوړېدونکې غونډه کي به د هیوادونو مشران او د بهرنیو چارو وزیران گډون وکړي. په دې غونډه کي به تر عربي پسرلي وروسته د منځني ختیځ د هیوادونو د چيلنجونو او عرب لیگ د نقش په اړه خبره اتري وشي.

په اصل کي د ملگرو ملتونو هر غړی کولای شي چې د یوې مهمې موضوع په صورت کي د سوریې په اړه غونډه راوغواړي. خو د اوس له پاره د سوریې موضوع د اجندا په سر کي نه ده د دې کار تر ټولو لوی لامل په دې هیواد کي د ملگرو ملتونو نه شتون ښوول شوی دئ.

پیتر ویتيگ وویل چي المان غواړي چي عرب ليگ په سیمه کي د شخړو په حلولو کي لا ډیر نقش ولري. هغه زیاته کړه: «موږ غواړو چي د شخړو په حلولو کي د عرب لیگ پر ډیر نقش باندي توجه وکړو.»

پر افغانستان او منځني ختیځ سربیره به المان د خپل ریاست پر مهال د سپتمبر پر ۱۹مه نیټه د ماشومانو او جگړو په اړه هم یو کنفرانس جوړ کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل