1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: په زرونو مهاجرو څو واره پناه ورکړې ده

۱۳۹۸ آذر ۱۰, یکشنبه

ویل کیږي چي د جرمني څخه په زرونو هغه پناه غوښتونکي او مهاجرین چي خپلو هیوادونو ته اخراج سوي، د نورو لارو څخه بیرته راغلي او له سره یې پناه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/3U2jX
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

دغه رپوټ  المانۍ ورځپاڼي«وېلټ ام زونټاگ» د جرمني د حکومت د ارقامو پراساس ورکړی دی. د دې موضوع په اړه توضیحات د جرمني په پارلمان کي ښی اړخي عوام پاله (AfD ) حزب غوښتي ول.

د دغه رپوټ پر اساس د همدې کال د اکتوبر میاشتي په اخره کي ۴۹۱۶ داسي پناه غوښتونکي اوسیدله، چي د ۲۰۱۲ م کال راهیسي دوه واره جرمني ته راغلي، بیا اخراج سوي او یا په خپله تللي وه. هغوی د دریم واري له پاره بیا راغلي او د سره یې د پناه اخیستلو عریضې ورکړي دي.

د رسنیو په حواله په مجموع کي خبره په تر ۲۸۰۰۰ اضافه پناه غوښتونکو باندي ده. هغوی په ۲۰۱۲ م کال کي جرمني ته راغلي، پناه یې ورکړې، خو بیا اخراج سوي دي. اوس د هغوی اکثریت بیرته راغلي او د پناه غوښتني یې کړي دي. د جرمني د مرکزي احصایې د دفتر په حواله د ۲۰۱۲ م کال او ۲۰۱۸ م کلونو تر منځ ۱،۷۸ ملیونه مهاجرين جرمني ته راغلي دي.

Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

تر هغه وروسته چي درې اوونۍ دمخه لبنانئ اخراج سوی پناه غوښتونکئ میري بیرته راغی او بیا اخراج سو، د جرمني د کورنیو چارو وزیر، هورست زېهوفر د اصلاحاتو یوه مسوده وړاندي کړه، د کومي په واسطه چي به هغوی ته سخته سزأ ورکول کیږي. داسي چي نوی قانون به دغه وزارت ته د دې امکان ورکړي، چي تر دوهم یا دریم وار راتگ وروسته به پناه غوښتونکي د هغه تر دوباره اخراج پوري په حبس کي پاته سي. تر اوسه پوري په حبس کي د هغوی پاته کیدل تر څو میاشتو پوري امکان لري.