1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«المان په مزارشريف کي قونسلگري پرانيزي»

۱۳۹۱ مرداد ۳, سه‌شنبه

د يوې الماني ورځپاڼي د رپوټ له مخي ددغه هيواد حکومت غواړي چي د افغانستان په شمال کښي يوه نوې قونسلگري پرانيزي. ورځپاڼه کاږي چي دا به په مزارشريف ښار کي وي.

https://p.dw.com/p/15doE
انځور: Deutsches Auswandererhaus Bremerhaven

د المانۍ ورځپاڼه (د ويلت) په يوه راپور کي راغلي دي: «د افغانستان په پلازمېنه، کابل کي پر سفارت سر بيره به په مزار شريف ښار کښي هم يوه قونسلگري پرانيستله شي.» په راپور کي يادونه شوې ده، چي د قونسلگرۍ له پاره يوه ودانۍ هم ټاکل شوې ده، چي اوس يوازي بايد د هغي د بيي په هکله وروستۍ پريکړه وشي.

په مزارشريف کښي ډيري نور هيوادونه هم قونسلگرۍ لري. ويل کيږي چي د هند، پاکستان، روسيې، ايران او ترکيي په شمول د نړۍ ۱۵ هيوادونه همدا اوس په مزارشريف کي قونسلگرۍ لري.

د امريکا متحده ايالات هم پلان لري، چي د افغانستان په دغه څلرم ستر ښار کي يوه قونسلگري ولري.

المان په ۲۰۰۶ کال کي خپله ستره پوځي قرارگاه په مزارشريف کښي جوړه کړه، چي دا تر دغه هيواد دباندي تر ټولو ستره لښکري اډه گڼله کيږي.

په دغه موده کښي د افغانستان په شمال کښي له ۱۶۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پوري افغانان د المان ددفاع، کورنيو او باندنيو چارو او اقتصادي مرستو د همکاريو د وزارتونو له پاره په خدمت بوخت دي.

څه موده وړاندي د المان حکومت ويلي ول، چي پر دې باندي فکر کوي، چي په ۲۰۱۴ کال کي له افغانستان څخه د الماني سرتيرو تر وتلو وروسته له خپلو افغان کارکوونکو سره څه وکړي.

ويل کېده چي ددغو افغانانو له ډلي څخه ښايي په سوونو ئې المان ته واستول سي، ځکه چي د هغوی ډيری د طالب ياغيانو د غچ اخيستونکو حملو څخه ويره لري.

هغه وخت د شتوتگارتر ناخريشتن ورځپاڼي د المان ددفاع وزارت په حواله ليکلي ول، چي دغه وزارت ددې پلوي کوي، چي خپل څه ناڅه ۱۵۰۰ تنه هغه کارکوونکي المان ته را وغواړي، چي رشتيا هم تر ۲۰۱۴ کال وروسته ئې ژوند په خپل هيواد کي له خطر سره مخامخ دئ.

نو اوس په مزار شريف کښي د قونسلگرۍ جوړول ښايي هغه کارونه ډير اسانه کړي، چي په سوونو افغانان دي د وېزې له پاره کابل ته ولاړ سي.

د المان حکومت تر اوسه پوري د ويلت ورځپاڼي د دې راپور په اړه چي المان غواړي په مزار شريف کي خپله قونسلگري پرانيزي څه نه دي ويلي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زیارمل