1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان ږغ راډيو په کابل کي ممثلينو ته اړتيا لري

۱۳۸۹ شهریور ۴, پنجشنبه

دويچه ويلي المان ږغ راډيو د «واوره اوزده کړه» راډيويي ډرامو دپاره په پښتو او دري ژبو ممثلينو ته اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/Owy8

د «واوره او زده کړه» خپرونه د المان ږغ د راډيويي ډرامو لړۍ ده چي د بشري حقونو، چاپيريال ساتني، کورني تاوتريخوالي او د ژوند د نورو اړخونو د ښه کولو په اړه د ځوانانو د پاره تهيه کيږي.

دويچه ويلي المان ږغ راډيو ددې ډرامو د ۲۰۰ برخو د جوړولو د پاره په دواړو ژبو پښتو او دري د ۱۲ څخه تر ۵۰ کلنۍ پوري ښځينه او نارينوو ممثلينو ته اړتيا لري.

د کار شرايط

هغه څوک چي د راډيويي ډرامو د داستان د وياند يا تمثيل مخکنۍ تجربه ولري د لومړي توب حق لري.

غوښتونکي بايد د راډيويي ډرامو د تمثيل استعداد او علاقه ولري

دغه پروژه چي دوې مياشتي به دوام وکړي د روان کال د سپتمبر د مياشتي پر ۲۵ نېټه پيلېږي. ممثلين په اونۍ کي شپږ ورځي کار کوي او د جمعې په ورځ رخصت دي.

په دې پروژه کي د گډون د پاره ممثلين د سپتمبر د مياشتي د ۲۵ څخه بيا تر ۲۷ پوري په کابل کي د ازمويني په ترځ کي ټاکل کيږي.

ممثلينو ته د مياشتي د ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ ډالرو معاش په پام کي نيول سوی دی او د هري مياشتي په پای کي ورته ورکول کيږي.

په دې پروژه کي د کډون دپاره خپل غوښتن ليکونه د يوه قطه عکس سره په دې بريښنايي پتو راولېږئ:

schamz@hotmail.com

suma@audiokurse.de

lbe.afg@dw-world.de