1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المپيايي مشعل د پيکنگ په سفر روانيږي

۱۳۸۷ فروردین ۵, دوشنبه

نن د آتن په لرغونيي المپيايي لوبغالي کي د سږنيو المپيايي لوبو مشعل بليږي او د چين د پلازمېني پيکنگ په لورليږل کيږي

https://p.dw.com/p/DTtt
د مشعل لګولو مراسيم د يونان د تاريخي ښار المپيا په يوه کلي کي تر سره کيږي چي تقريباً درې زره کاله د مخه د دغه ځای څخه د المپيک لوبي پيل سوې
د مشعل لګولو مراسيم د يونان د تاريخي ښار المپيا په يوه کلي کي تر سره کيږي چي تقريباً درې زره کاله د مخه د دغه ځای څخه د المپيک لوبي پيل سوېانځور: picture-alliance/ dpa

دا ځل د دې مشعل لگول، کوم به چي له يونان څخه وزي او پر نړۍ باندي تر راڅرخېدلو وروسته د لوبو ځای يعنی پيکنگ تر رسول کيږي، تر سختو امنيتي تدبيرونو لاندي سر ته رسول کيږي. د دې کار علت په بهر کي له اوسيدونکو تبتيانو څخه د اعتصابونو سخت گواښونه دي.

د دې تر څنگ د چين حکومت اعلان کړی چي د تبت لانجي يې آرامي کړيدي او د دې تر څنگه يې په بهرکي اوسيدونکی مذهبي مشر ديليلاما باندي سختي نيوکي کړي او وايي چې نوموړی د تبت په خاطر له المپيايي لوبو څخه د يرغمل په توگه گټه اخلي.