1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الکو: امريکا د تښتېدلو کسانو په نيولو کي مرسته نه کوي

۱۳۹۰ آذر ۲۳, چهارشنبه

د افغانستان لوی څارنوالي وايي څو واري يې له امريکايي چارواکو غوښتي چي د مرکزي بانک د تښتېدلي مشر عبدالقدير فطرت په نيولو کي ورسره مرسته وکړي. خو دغه هيواد هيڅ ډول مرسته نه کوي. خو امريکا وايي له دوئ څخه غوښتنه نه ده سوې.

https://p.dw.com/p/13SH3
د افغانستان لوی څارنوال حيات الله الکو
د افغانستان لوی څارنوال حيات الله الکوانځور: DW

عبدالقدير فطرت وروسته تر هغه له افغانستانه وتښتيدئ، چي د کابل بانک په لانجه کي د رشوت خورۍ او اختلاس تورونه ورباندي ولګېدل.

تيره اونۍ ولسمشر کرزي هم پر امريکا نيوکه وکړه چي هغه کسان دوئ ته نه سپاري، چي د افغانستان حکومت يې د نيولو تلاښ کوي.

کرزي د خپل مرکزي بانک د پخواني رييس قضيې ته اشاره وکړه او ويې ويل، چي امريکا يې افغان حکومت ته په بيرته سپارلو کي هيڅ راز همکاري نه ده کړې.

خو د کرزي دغه څرګندوني په کابل کي د امريکا سفارت نه مني. سفارت ويلي چي افغان حکومت تر اوسه پوري له دوئ څخه په رسمي ټوګه غوښتنه نه ده کړې.

خو د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحاق الکو په کابل کي له رسنيو سره ويلي، چي دوئ څو څو ځله په کابل کي د امريکا له سفارت څخه په رسمي بڼه د فطرت د را ګرځولو او افغان حکومت ته د هغه د سپارلو مطالبه کړې خو هغوئ پرې غوږ نه دی ګرولی.

«موږ د ديپلوماتيکو لارو په واشنګټن کي د خپل سفارت له لاري، په کابل کي د امريکا د سفارت له لاري او د نړيوالو پوليسو له لاري غوښتنه کړې چي فطرت بايد بيرته افغانستان ته وسپارل شي.»

دا يوازي د افغانستان د مرکزي بانک رييس نه وو، چي د اختلاس تور ورباندي له لګېدو سره سم له هيواد څخه تښتي، تر دې دمخه څو نور افغان چارواکي چي په ډله کي يې د آريانا هوايي شرکت رييس نادر اتش، د ترانسپورت دوه وزيران حبيب الله قادري او قاسمي او همدا راز د حج او اوقافو پخوانی وزير صديق چکري دي، چي د سرکاري شتمنيو د چور تالا په تور له افغانستان څخه تښتېدلي دي.

د امريکا سفير ريان کراکر د سه شنبې په ورځ په کابل کي ويلي دي، چي ښاغلی فطرت په قانوني توګه په امريکا کي ژوند کوي، د هغه د بيرته ستولو له پاره تر اوسه افغان حکومت کومه رسمي غوښتنه نه ده کړې.

«د دې له پاره قانوني لاره موجوده ده چي د هغې له لاري بايد نوموړی بيرته خپل ملک ته ولېږل شي او تر کومه ځايه چي زه پوهيږم تر اوسه کوم کار نه دی شوئ.»

اداري فساد په افغانستان کي هغه لويه ستونزه ده چي افغان حکومت يې له سختو ستونزو سره مخامخ کړی او په هره نړيواله غونډه کي له دغه هيواد څخه د دغه وينه د له منځه وړلو غوښتنه کيږي. خو افغان حکومت په دې لاره کي تر اوسه پاته راغلی.

ميرويس جلالزی/کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل