1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اماني لیسه، د کابل او برلین د ملګرتیا نښانه

حسین سیرت کابل ۱۳۹۴ خرداد ۲۰, چهارشنبه

د اماني لیسه چې بنسټ یې په کابل کې د هغه د وخت د آلمان د حکومت له خوا ایښودل شوی د آلمان او افغانستان د دوستي نښانه او د شاه آمان الله خان د فرهنګي اصلاحات یادون ده.

https://p.dw.com/p/1FeMA
انځور: DW/H. Sirat

د کابل په اماني لیسه کې داسې نظم چې د دې ښار په هیڅ بل ښوونځي کې يې ساری نه لیدل کیږي حاکم دی. په درسي ساعت کې هیڅ زده کوونکو د ښوونځي په انګړ کې نه لیدل کیږي.

یوازینی کس چې په انګړی کې دی د سرمعلم دی چې غواړي په درسي ساعتونو کې د ښوونځي نظم کنترول کړي. په ټولو ټولګیو کې ښوونکي شته او زده کوونکو ته ښوونې کوي.

یوه ټولګي ته ننوځو چې په کې د ریاضي مضمون تدریسیږي. په دې ښوونځي کې د زده کړې شیوه پر زده کوونکو باندې ولاړه ده، داسې چې زده کوونکي د درسونو په پرمختګ کې ډیره ونډه لري.

سید مقیم د ریاضي ښوونکی دی او د آلماني زده کوونکو په روزنیزو پروګرامونو کې یې ګډون کړي وایي چې آلمانیان په طبیعي علومو کې ډیر استعداد لري. هغه وایي چې که د دغه ښوونځي د ښوونکو له پاره په آلمان کې د زده کړو امکانات برابر شي نو هغوی کولای شي چې نوي علوم زده کړي: «زده کوونکي کولای شي چې آلماني ژبه زده کړي او که بورسونه برابر شول، آلمان ته تلای شي. هلته دې له هغوی څخه تخنیک زده کړي، پوهنتونونو او ښوونځيو ته دې ولاړ شي او د آلمان درسې سیستم دې زده کړي او بیا دې له ځان سره افغانستان ته راوړي.»

د اماني لیسې دغه ښوونکي وایي چې د دې ښوونځي نظم له آلمانیانو څخه په میراث پاتې شوی دی.

نوي کاله تاریخ

اماني لیسه د شاه امان الله خان په ترقي خواهانه برنامو کې لري. کله چې امان الله خان په اروپا ته سفر لاره، نو هغه په آلمان کې د ښوونځیو تر لیدو وروسته غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې هم ورته یو ښوونځي جوړ شي.

په دې ترتیب سره نو په ۱۳۰۳ کال کې ډاکټر والتر ایفن چې یو آلمانی ښوونکي وو، په کابل کې د اماني لیسي بنسټ کیښود. د اماني لیسي مدیر محمد عالم امید، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې اماني په لومړي سر کې ابتدایه لیسه وه : «له لومړي سر کې دغه ښوونځی په دې بڼه نه وو. په لومړي سر کې هغه ابتدایه ښوونځي وو او بیا تر ډیرو هڅو وروسته په لیسې بدل شو. دا ښوونځي ۹۱ کاله مخکې د لوی امان الله خوا له خوا او د آلمان د وخت د دولت په مرسته جوړ شو.»

اماني لیسه د شاه امان الله تر سقوط وروسته د رکود له یوې دورې سره مخامخ شوه خو کله چې بیا نادر شاه واک ته ورسید، نو دغه ښوونځي یې د «نجات د ښوونځي» تر نورم لاندې فعاله کړ.

د اماني لیسې د یوه زده کوونکي له خوا د نادر شاه وژل کیدو، پر دې ښوونځي باندې ناوړه اغیزه پریښوده ځکه ډیر شمیر زده کوونکي په دې قتل کې د ښکیلتیا په تور له ښوونځي و ایستل شول. حکومت هغه وخت پریکړه وکړه چې د دې ښوونځي دروازې وتړې خو بیا د ډاکټر ایفن د هڅو په پایله کې دا کار و نه شو او ښوونځي خپل کار ته دوام ورکړ.

د اماني لیسه په حاشیه کې

د اماني لیسې چارواکي وایي چې په تیرو ۱۳ کلونو کې آلمانیانو دې ښوونځي ته کومه خاصه توجه نه ده کړې. اماني لیسه په افغانستان کې د کورنیو جګړو پر مهال یو څه ویجاړه شوې وه او دغه ښوونځي د یوه پوځي مرکز شکل نیولی وو.

خلیل الله هوشمند د اماني لیسې یو ښوونکی دی. هغه وایي چې د کورنیو جګړو پر مهال دغه ښوونځی یوې ویجاړې ته ورته وو: «کله چې تنظیمي جګړې پیل شوې د ښوونځي هر څه له منځه ولاړل. آن د ښوونځي څراغونه یې له چته وشکول او له ځان سره یې ویوړل.»

په تیرو ۱۳ کلونو کې د دې ښونځي روزونکي آلمان ته نه دي استول شوي او ورسره د آلمان مرستې هم کمې شوې د ي. یوازې په ۱۳۸۴ کال کې په اماني لیسه کې د آلمان په مرسته د بیا رغونې کارونه پیل شول. اوس په دې ښوونځي ډیر لږ آلماني ښوونکي د آلماني ژبې تدریس شوي. اوس مهال په دې لیسه کې له ۳۵۰۰ څخه ډیر زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

د دې لیسي مدیر محمد عالم امید، وایي چې په پوځي برخه کې د آلمانیانو لګښتونه د دې سبب شوي دي چې له دې ښوونځي سره د هغوی مرستې کمي شي.

ښوونځي ته بیا پام

د الماني ښوونځي چارواکي وایي چې یو ځل بیا د آلمان پام ته راغلي ده او پلان شوې ده چې د پخوا په څیر بیا خپل ځای ترلاسه کړي. ښاغلي امید وایي چې د آلمان د یوې نوې پروژې له مخې به په راتلونکې د دې ښوونځې زده کوونکي تر غرمې مخکې زده کړې کوي او وروسته به بیا به لابراتوارونو کې علمي فعالیتونه پر مخ وړي.

د دې برنامې له مخې به په دې ښوونځې کې په اوړې او ژمې کې درسونه روان وي او د مرکز ګرمي له نصبیدو سره به سړه هوا د زده کوونکي د درسونو مخه و نه نیسي. پر دې سربیره تر شپږم ټولګي پورته زده کوونکي کولای شي چې له نورو ولایتونو څخه هم دې ښوونځي ته راشي.

د دې ښوونځي له پاره د یوې لیلې جوړول هم د آلمان د حکومت د راتلونکو پلانونو په ډله کې دي: «داسې پروګرامون شته چې له تطبیق سره به یې د اماني لیسې څیره بدله شي. دا به د افغانستان په تاریخ کې سابقه و نه لري.»

زده کوونکو ته د بورسونو ورکول د اماني لیسې له پاره د آلمان بل پلان دی. اوس مهال په دې ښوونځي کې له څلورم ټولګي د آلماني ژبې درسونه پیلیږي او بیا تر ۱۲ ټولګي پورې دوام کوي.

د ۴۰ کاله پخوا معیار

د اماني لیسې ښوونکي وایي چې په دې ښوونځي کې د متخصصو ښوونکو نه شتون د دې لیسې له اساسي ستونزو څخه ده. د اماني مدیر وایي چې ۴۰ کاله مخکې ټول طبیعي مضامین د آلماني ښوونکو له خوا تدریسیدل. هغه زیاتوي چې د آلمان د انکشافي مرستو له وزیر سره یې په لیدنه کې وړاندیز وکړ چې اماني لیسې دې ۴۰ کاله وروسته ولاړه شي: «ما د آلمان د پرمختیایي مرستو له وزیر سره یوه لیدنه لرله. ما ورته وړاندیز وکړ چې موږ باید ش۴۰ یا ۵۰ کاله شا ته ولاړ شو.»

له ۴۰ کاله شا تګ څخه د ښاغلي امید هدف هغه وخت دی چې په اماني لیسه کې د آلماني ښوونکو شمیر ډیر وو او ډیرې نورې ژبې هم په دې لیسه کې په آلماني ژبه تدریسیدې، خو اوس په دې لیسه کې د آلمانيو ښوونکو شمیر ډیر کم شوی دی چې ښاغلي امید وایي ناامنی يې تر ټولو لوی لامل دی او له کبله یې ډیر شمیر آلماني ښوونکي دې ښوونځې ته د تدریس له پاره نه راځي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب