اماني لیسه په انځورونو کې
اماني لیسه په کابل کې د افغانستان له ښوونیز سیستم سره د آلمان د مرستو نښانه او د دواړو هیوادونو د اوږدې ملګرتیا سمبول دی.
بې څاری نظم
د کابل اماني لیسه د افغانستان د ډیر شمیر نورو ښوونځیو برخلاف له ځانګړي نظم څخه برخمنه ده.
د آلمانی ژبې زده کړه
په دې ښوونځې کې له څلورم ټولګي وروسته آلماني ژبه تدرسیږي. د دې ژبې ډیر شمیر ښوونکي آلماني وګړي دي.
د امان الله خان د اصلاحات نښانه
اماني لیسه د شاه امان الله خان په ترقي خواهانه برنامو کې لري. کله چې امان الله خان په اروپا ته سفر لاره، نو هغه په آلمان کې د ښوونځیو تر لیدو وروسته غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې هم ورته یو ښوونځي جوړ شي.
له ابتدایه بیا تر لیسې پورې
ه ۱۳۰۳ کال کې ډاکټر والتر ایفن چې یو آلمانی ښوونکي وو، په کابل کې د اماني لیسي بنسټ کیښود.دا ښوونخی په لومړي سر کې ابتدایه وه خو بیا وروسته په لیسې باندې بدله شوه.
د رکود دوره
اماني لیسه د شاه امان الله تر سقوط وروسته د رکود له یوې دورې سره مخامخ شوه خو کله چې بیا نادر شاه واک ته ورسید، نو دغه ښوونځي یې د «نجات د ښوونځي» تر نورم لاندې فعاله کړ.
د مرستو بندیدل او بیا پیل
د کورنیو جګړو پر مهال اماني لیسه هم ویجاړه شوې وه. په دې موده کې له دې لیسې سره د آلمان مرستې هم بندې شوې وې. خو په تیرو ۱۳ کلونو کې آلمان د اماني لیسې له بیا رغونې او نورو برخو سره مرستې کړې دي.