1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امرخيل: ځني حکومتي چارواکي د قاچاقوړونکو ملاتړ کوي

۱۳۸۹ بهمن ۲۸, پنجشنبه

د افغانستان په ختيځ کي د سرحدي لوا قوماندان وايي چي هلته شمير حکومتي لوړ پوړي چارواکي د مخدره توکو د قاچاق وړونکو ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/R1gQ
«د ښي حکومت والۍ او مرزي امنيت لپاره په ختيځو ولايتونو کي ډيرو هڅو ته اړتيا ده.»
«د ښي حکومت والۍ او مرزي امنيت لپاره په ختيځو ولايتونو کي ډيرو هڅو ته اړتيا ده.»انځور: DW

د کابل په هوايي ډکر کي په هغه غونډه کي چي د المان هيواد او افغان حکومت تر منځ داسي هوکړه سوې چي جرمني به هر کال ۸۰۰ افغان سرحدي پوليس په خپل هيواد کي روزي.

په دې غونډه کي جنرال امين الله امرخيل دغو حکومتي چارواکوته خبر داری ورکړ چي که له دغه کار څخه لاس وانخلي نومونه به يي د رسنيو له لاري اعلام کړي.

د افغانستان په ختيځ کي کنړ، ننګرهار، لغمان او نورستان ولايتونه له ګاونډي پاکستان سره اوږده پوله لري او د هيروينو د قاچاق عمده کرښه بلل کيږي.

په تيرو څو اونيو کي له دغي اوږدې پولي څخه په سلګونو کيلوګرامه ترياک، هيروين، مورفين او نور نشه يي داروګان د سرحدي پوليسو له لوري تر لاسه سوي دي.

د دغو توکو د ليږد په تور يو شمير کسان هم نيول سوي چي اوس د ختيځو ولايتونو يوشمير چارواکو پر سرحدي پوليسو فشار ډير کړی تر څو هغوی آزاد کړي.

« که دغه حکومتي چارواکي خپلو دغو کړنو ته دوام ورکړي موږ به يې نومونه په رسنيو کي افشا کړو اوملت ته به ووايو چي دغه کسان نه غواړي د افغانستان مرزي پوليس بريالي اوسي».

جنرال امر خيل وايي چي د ښي حکومت والۍ او مرزي امنيت لپاره په ختيځو ولايتونو کي ډيرو هڅو ته اړتيا ده.

په ختيځ کي پرته سرحدي پوله په تيرو څو کلونو کي د مخدره توکو د قاچاقوړونکو سربيره د اورپکو د اوښتو را اوښتو لپاره هم کارول کيږي له کومي څخه چي د ناټود جنرالانو پر وينا د افغانستان په دننه کي د دوي پر سرتيرو بريدونه کيږي.

د دغي څو سوه کيلومتره پولي امنيت ځکه په سمه توګه نسي ټينګيداي چي څو مياشتي يي ځيني غرنۍ سيمي په واورو پوښلي وي او پوليسو ته ګرانه ده ترڅو ټول شکمن حرکات وڅاري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل