1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکاد سريلانکا څخه د تاميليانو سره د پخلايني غوښتنه کړې ده

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۹, سه‌شنبه

داسي ښکاري چي په رښتيا سره هم په سريلانکا کي 26 کلنه کورنۍ جګړه پای ته رسيدلې وي ...

https://p.dw.com/p/HtXO
دسريلانکا دشمال په جنګو کښي د حکومتي پوځ او تاميلي ياغيانو د سازمان د جنګونو له کبله د مهاجرینو او کډوالو هجوم
دسريلانکا دشمال په جنګو کښي د حکومتي پوځ او تاميلي ياغيانو د سازمان د جنګونو له کبله د مهاجرینو او کډوالو هجومانځور: AP

لکه څنګه چي دسريلانکا په يوه پوځي اعلاميه کي ويل شوي دي ، پرون دتاميل الام په نامه دتاميليانو دآزادي بخښونکي پړانګانو دغورځنګ مشر ويلو پيلا پراپا کَرن او دده نژدې ملګري يې دتيښتي پر وخت وژلي دي .

په سريلانکا کي دکورنيو جګړو ترپایته رسيدو وروسته دامريکي متحده ايالتونو دسريلانکايانو څخه ددې غوښتنه کړې، چي دوی بايد اوس داهڅه وکړي چي دتاميليانو سره دروغي جوړي په يوه فضا کي ګډ ژوند وکړي .

امريکايانو داهم ويلي دي چي دا به اوس دسريلانکا دحکومت دنده وي چي دتاميلي لږکيو حقه غوښتنو ته پام وکړي، او کوښښ وکړي چي په دغه هيواد کي دتاميليانو او سريلانکا يانو په ګډ ژوند کي يو سياسي انډول رامنځته سي . داسي يو سياسي انډول چي دهغه پر بنا په سريلانکا کي دټولو وګړو مدني حقوق خوندي سي . دغه خبره دامريکي دمتحده ايالتونو دبهرنيو چارو دوزارت په يوه اعلاميه کي راغلې ده . په اعلاميه کي ويل شوي چي دسريلانکا دپاره به دا يو ښه چانس وي چي په اصطلا تير هير کړي او ديوه داسي دولتي نظام دجوړولو په لور اوچت ګامونه واخلي چي په هغه کي ولسواکي، زغم او دبشري بنيادي حقونو رعايت وسي .

د سريلانکا جمهوررييس ماهيندرا راجا پاکسه بياپر تاميليانو باندي بری لمانځي
د سريلانکا جمهوررييس ماهيندرا راجا پاکسه بياپر تاميليانو باندي بری لمانځيانځور: AP

دغه خبره چي د امريکا دبهرنيو چارو دوزيري وياند IAN KELLY کړې، په عين وخت کي دسر يلانکا دګاونډي هيواد هند څخه ددې غوښتنه هم کړېده، چي دغه هيواد بايد دسريلانکا د شمال په جګړه ځپلې سيمه کي دهغه پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي چي شمير يې د 280 زرو په شاو خوا کي اټکل کيږي .

دامر يکا دمتحده ايالتونودبهرنيو چارو وزارت ددې څخه ډير ښه هر کلی کوي چي په سريلانکا کي جنګونه پای ته رسيدلي دي . او موږ لدې امله هم خوشاله يو چي په دغه سيمه کي نور دوينو تويدل او په تيره بيا هغه بدمرغي پای ته رسيدلې ده، چي ملکي بيدفاع وګړي ورسره مخامخ وه . خو اوس به دادسريلانکا دحکومت دپاره يو ښه چانس هم وي چي په دغه هيواد کي ديوه نوي مدني ژوند فصل پرانيزي او داسي يو نظام جوړکړي چي دديموکراسۍ، زغم او دبشري بنيادي حقونو درعايتولو پر معيارونوباندي ولاړ وي .

تاميليان او سريلانکايان سره ګډ ژوند وکړي . او خاصتاً اوس بايد دسريلانکا حکومت هڅه وکړي چي دهغه ملکي وګړو دپاره چي اوس دپناه غوښتونکوپه کمپونو کي ژوند کوي ،هغوی ته خوراکي مواد ، دڅښلو اوبه ، خيمې ، او نور دژوندانه ضروري اړتياوي برابري کړي .

PA / فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري