1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايانو بيا په صوماليه کې هوايي بريدونه کړي دي

۱۳۸۵ دی ۲۰, چهارشنبه

د امريکې د متحده آيالتونو هوايي ځواکونو د سه شنبې په ورځ د صوماليې د دولتي کړيو په وينا د هېواد په جنوب کې څلور هدفونه په نښه کړي دي. ويل کېږي چې د هايو، گرر، بنکايرو او مدمادوه په نامه يو څو ښارگوټي بمبار شوي دي.

https://p.dw.com/p/DKFn
انځور: AP
ښايي چې تر ټولو سخت بريدونه په بنکايرو او بدمادوه باندې شوي دي.
يو څو ورځې مخکې امريکا په لومړي ځل د صوماليې د حکومت او د اسلاميستي مليشو تر منځ په جگړو کې مستقيمه مداخله کړې وه. د نوموړي هېواد په جنوب کې يې په يو کلي باندې حمله وکړه ځکه چې د دوی په وينا د القاعدې د ډلې لوړپوړي غړي هلته پټ شوي وو. د خپلو څرگندونو له مخې دوی په امريکايي سفارتونو باندې په کينيا او تنزانيا کې د 1998 کال د بريدونو يو مسوول هم په دې لړ کې وژلی دی. د متحده آيالاتو په دغو پوځي عملياتو باندې نړيوالې ټولنې نيوکې کړي دي.